بُست د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ پرون یکشبنه پيل شو، چې تر لومړۍ او دویمې لوبې وروسته یې نن دوشنبه ماپښین درېیمه لوبه د بُست او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
یاده لوبه بُست ساتونکو د کابل بازان کرکټ لوبډلې څخه د ۵۷ منډو په توپير وګټله، د افغان کرکټ بورډ په وینا، چې تر ډېره د بُست ساتونکو د لوبډلمشر ګلبدین نایب غوره توپ اچونه د یادي بریا لامل شوه.

د شپږیزه لیګ د درېیمې لوبې حال

د یادې لوبې پچه د بُست کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د کابل بازان د لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
یاران uncategorized 1558 بُست د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله
بُست لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او کابل بازان ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکی.
منیرکاکړ ۴۱ ناسوځېدلي، عمران جنت ۴۳ او احسان الله جنت بیا ۲۹ منډې بُست ساتونکو ته وکړې.
یاران uncategorized 1555 بُست د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله
کابل بازان ته بیا فرمان الله، ضیا‌ءالرحمن او ننګیالي یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
کله چې کابل بازان لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۹،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې وکړې او په دې سره یې د ۵۷ منډو په توپير د بُست لوبډلې څخه ماته وخوړه.
کابل بازان ته صدیق‌الله اتل ۳۲، عظمت‌الله عمرزي ۲۸ او ضیا‌ءالرحمن ۱۷ منډې وکړې.
یاران uncategorized 1556 بُست د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله
د بُست لپاره بیا سید شېرزاد او ګلبدین نایب درې ـ درې، کریم جنت دوې او امیرحمزه هوتک بیا یوه ویکټه واخیستله.

ننۍ لوبه کې جایزه ورکوونکي لوبغاړي

د یادي لوبې غوره لوبغاړی سید شېرزاد وټاکل شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې درې ویکټې واخیستلې.
ګلبدین نایب ته د لوبې د سټایلش لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.
عمران جنت بیا د ډېرو شپږیزو وهلو جایزه ترلاسه کړه.
یاران uncategorized 1554 بُست د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

په شپږیزه لیګ کې د سبا سې شنبې لوبې

د شپږیزه کرکټ لیګ په درېیمه ورځ سبا سې شنبه هم دوې سیالۍ ترسره کیږي، چې په ترڅ کې یې سهار ۹:۳۰ بجې میس عینک د کابلا‌بازانو په وړاندې او ماپښين ۲ بجې بیا بند امیر د بُست لوبدلې په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.