دا جملې خپل آمر ته مه کاروئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

موقفونه داسې دي، چې که د هرچا لاسته ورشي هغه به یې پر اصولو او خواصو ځان برابروي.
د ادارو آمرین ځینې عام عادتونه لري. د دې عادتونو یوه برخه دا ده، چې دوی له خپلو کارمندانو څخه د ځینو جملو اوریدل نه غواړي.
هغه جملې دلته درسره شریکوو:
نه پوهیږم څنګه یې ترسره کړم؟
دا جمله د ادارو مشرانو یا ستاسو آمرینو ته له ترټولو بې خونده جملو څخه ده.
اداري مشران هیڅ له خپلو کارکوونکو د داسې جملو د اوریدو زغم نه لري.
دوی غواړي، چې کارکوونکي یې دومره ظرفیت او نوښت ولري، چې د یوه سپارل کیدونکي کار سرته رسول پلان او د ناتوانۍ له ښودلو پرته پرې لاس په کار شي.
ستونزه لرم، معاش مې زیات کړئ!
اداري کارمندان طبعا له ستونزو سره مخ کیږي.څوک د بې کورۍ ستونزه لري، څوک ناروغان لري او څوک نورې ستونزې.
د دوی د دغو ستونزو بیان او ورسره د حل لپاره یې د معاش زیاتیدو غوښتنه په اداري مشرانو ښه نه لګي.
اداري مشران مو تاسې سره کاري اړیکې لري. مناسب نه ده، چې خپلې شخصي ستونزې پرې بار او د حل غوښتنه یې وکړئ.
د هغه کس له تګ سره مې کار زیات شوی
له دفتر نه مو ممکن لږ یا ډېر کسان وویستل شي، یا استعفاوې وکړي. په دې حالت کې طبیعي ده، چې د دوی تشه به تاسې یا نور کارکوونکي ډکوي.
ضرور نه ده، چې تاسې خپل ریس یا آمر ته هره ورځ د کار زیاتیدو شکایت وکړئ.
هغوی خپله ویني، چې څوک څومره کارکوي.ستاسې ځان ښودنه ورباندې بده لګیږي.
هغه پلانی هم همدا احساس لري
د ادارو د مشران دا بدې شي، چې یو کارکوونکی یې د نورو په استازیتوب ورسره وغږیږي.
خاصتا هغه وخت زیات بد احساس لري، چې یو کارکوونکی د خپلو غوښتنو او ستونزو د بیان پر وخت د نورو کارکوونکو یادونه هم کوي او وایي، چې پلانی او بستانی هم د دې موضوع په اړه د ده همغږي دي. یا د غوښتنو ملاتړ یې کوي.
له داسې بیان سره ریس یا د ادارې مشر فکر کوي، چې غږیدونکی کارکوونکی یې غواړي فشار پرې راوړي.
مخکیني ریس داسې نه کول
د ادارې د علم پوهان ټینګار کوي، چې له دې جملې هیڅکله د خپل ریس یا آمر پر وړاندې استفاده مه کوئ.
دوی باوري دي او تاسې هم ممکن تجربه کړې وي، چې د ادارو مشران د خپلو چارو په اړه د مخکینیو ځای ناستو د کاري تګلارې له ښه یادولو بد وړي.
دغه کار ته وخت نه لرم
په کوم کار کې که د وخت ستونزه لرئ، ریس ته مو داسې مه وایئ چې وخت ورته نه لرئ ‍‍.
اداري مشران دا ډول بیان معمولا د ځان اهانت په مانا ګڼي.
تاسې که د کوم کار سرته رسولو ته وخت نه درلود، کولای شئ ریس ته مو ځان له کاره عاجز او ناتوانه وګڼئ.
زه له پلاني څخه ډېر کارکوم
اداري مشران دا خوښوي، چې د کارکوونکو کارونه دوی وارزوي، نه خپله کارکوونکي یې.
البته که اړتیا وي ښه ده، چې ریس ته مو د کار راپور په داسې ډول ورکړئ، چې ټول فعالیتونه مو پکې منعکس شي.
خو دا مناسبه نه ده، چې له مشخصو جزیاتو او پایلو بیانولو پرته خپلو ریسانو ته له نورو سره ځانونه پرتله کړئ.
دا ستاسې شخصیت ته هم ګټه نه کوي، چې د نورو په ټیټ ښودلو کې د ځان د لوړ ښودلو هڅه وکړئ.