بوره (سپین زهر)

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
  • ژباړه: ملیحه ناصري

بوره له کیمیاوي موادو سره د پروسس په بهیر کې جوړېږي. دوه مالیکولونه (%50ګلوکوز او %50 فرکتوز ) لري. ګلوکوز یې جذبېږي او فرکتوز یې ینه یا جیګر نه شي پېژندلی، نو پر شحم یا وازدو یې بدلوي او د خېټې شاو خوا یې راټولوي.

د ناروغیو مور (بوره)

بوره خوړل دا ناروغۍ پیدا کوي: شکر، ساه بندي یا (نفس‌تنګي)، د غاښونو خرابوالی، د زړه ناروغۍ، سرطان، ژر زړښت، د وینې د کلسټرول یا غوړو ډېرېدل، افسرده‌ګي یا ژور خپګان، د حافظې سیستم کمزورتیا او په بډوډو کې د تیګو پیدایښت.

لنډمهاله (موقتي) انرژي 

بوره وجود ته لنډمهاله انرژي ورکوي، خو د څو ساعته وروسته د کمزورۍ، سستۍ ( لټۍ)، ګنګسیت او کسالت لامل کېږي.

د دفاعي سیستم کمزورتیا

بوره دفاعي سیستم کمزوری کوي. په وجود کې د ویټامینونو، منرالونو او هورمونونو توازن له منځه وړي. د ډېریو ناروغیو او رېزشونو لامل د وجود د دفاعي سیسټم کمزورتیا بلل کېږي.

د هیرویینو اته چنده انسان روږدی کوي

د هیرویینو په کارولو سره په ماغزو کې د یوه ټکي په بڼه د خوښۍ هورمون ترشح کېږي. کله چې بوره وکارول شي، نو ماغزو کې د خوښۍ هورمون روښانه شي.

د بورې بدیل

د بورې او هغو خوږو پر ځای چې په جوړښت کې یې بوره شته، تاسو کولی شئ طبیعي خواږه وکاروئ، لکه خرما، شات (شهد – عسل)، ګوړه، ګني (نیشکر)، انګور، ممیز او داسې نور نا پروسس شوي خواږه.

هیله ده د ناطبیعي خوړو له کارولو ډډه وکړئ، ځکه تر مخدره توکو هم ګواښوونکي دي.