د غوره سوداګرۍ لپاره دا کتابونه ولولئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: بشر دروېش
مطالعه په هره برخه کې ضرور ده، خاصتاً په سوداګرۍ کې.
که سوداګر د خپل کاروبار د بریالیتوب لپاره د نورو مهارتونو او تجربو ترڅنګ لازمه مطالعه ونه لري او د ورځې له نویو لارښوونو خبر نه وي، هغسې ګټه نه شي کولای، چې ورته ممکنه ده.
که تاسې سوداګري کوي، یا غواړئ په راتلونکي کې سوداګري وکړئ، د کاروبار د کامیابۍ لپاره مو دا کتابونه درته وړاندیزکیږي.
البته دا کتابونه تر ډېره په انګلیسي ژبه دي او کیدای شي، چې په انلاین بڼه یې هم وپېرئ او ولولئ.
د دې کتابونو ځينې یې پښتو او دري ژبو ته هم ترجمه شوي، چې کیدای شي په بازار کې یې له کتابپلورنځیو څخه ژباړل شوې چاپي نسخې درته واخلئ.
فکر وکړئ او شتمن شئ
1 1 د غوره سوداګرۍ لپاره دا کتابونه ولولئ
دغه کتاب ناپلئون هیل لیکلی. دا کتاب د سوداګرۍ په برخه کې له تجربو ډکو کتابونو څخه دی.
په دې کتاب کې لیکوال د یو شمېر بریالیو شخصیتونو د ژوند کیسې رانغاړلي. په دغو کسانو کې هنري فورډ، اندرو کارنګي او توماس اډیسون یادولی شوو.
استارتاپ
2 د غوره سوداګرۍ لپاره دا کتابونه ولولئ
دا کتاب اریک ریس لیکلی. دغه کتاب د نړۍ په مختلفو برخو کې د ډېرو خلکو ژوند بدل کړی. که غواړئ چې په فردي او سوداګریز ژوند کې له ښو مشورو او بدلونونو برخمن شئ، د دې کتاب لوستل مه هېروئ.
بیاکتنه
3 د غوره سوداګرۍ لپاره دا کتابونه ولولئ
دغه کتاب جیسون فرید لیکلی، چې پکې د کاروبار اړوند ګڼې مهمې مشورې شاملې دي.
د دې کتاب فرق له ډېرو نورو سره دا دی، چې اسانه لارې چارې او د عاجلو پایلو لرونکې مشورې درښیي.
استثنآت
4 د غوره سوداګرۍ لپاره دا کتابونه ولولئ
دا کتاب مالکوم گلدول لیکلی. په دې کتاب کې لیکوال لوستونکي له ځان سره یوې استثنایي نړۍ ته بیایي.
په کتاب کې لیکوال پوښتنه کوي، چې څنګه ځينې خلک له نورو متفاوت او ډېر مخکې ځي؟
د پوښتنې لپاره لیکوال ګڼ ځوابونه وړاندې کړي، چې هملته یې کتاب کې لوستی شئ.
شتمن پلارـ نېستمن پلار
book 5 1 د غوره سوداګرۍ لپاره دا کتابونه ولولئ
د رابرت کیوساکي دغه کتاب په پښتو ژبه هم ژباړل شوی.
دا مهم کتاب ځوان میراحمد یاد پښتو ته ژباړلی، چې ټولو کتاب لوستونکو، په خاصه توګه د اقتصاد او سوداګرۍ مینه والو ته یې لوستل ضرور دی.
په کتاب کې لیکوال هغه نظریه ردوي، چې ګواکې د مالداره کیدو لپاره شتمني ضرور ده.
دا چې په کومو دلایلو یې ردوي، کتاب یې واخلئ، ولولئ، پرې پوهیږئ.
د کارونو سرته رسول
6 د غوره سوداګرۍ لپاره دا کتابونه ولولئ
د دیوید آلن دا کتاب هم په نړیواله کچه د اقتصاد او سوداګرۍ مینه والو او عملي کاروباریانو ته ډېرمهم ګڼل شوی.
د دې کتاب لویه ښیګڼه دا ده، چې د لویو او ستونزمنو کارونو د سرته رسولو په برخه کې مرسته درسره کوي.
که دا کتاب ولولئ، سخت کارونه به له اندیښنو پرته ترسره کړای شئ.