د باليووډ پنځه فلم جوړوونکي يوځای د کرونا په اړه فلم جوړوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ پنځه فلم جوړړونکي د کرونا وېروس په اړه د فلم جوړولو لپاره له یوبل سره مرسته کوي.
د کرونا په اړه دا فلم به يوه پروژه وي چې د څو لنډو فلمونو مجموعه به وي خو لا تر اوسه يې نوم ندی ټاکل سوی.
دا فلم د هند د مشهور فلم جوړوونکي ” انوباوسينها” د کمپنۍ له لورې جوړيږي چې څلور نور مشهور فلم جوړوونکي ” کيتان مهتا، سودير ميشرا، هانسال مهتا، سوبهاش کپور” هم پدې پروژه کې ګډون کړی.
images 2020 07 28t1936097976396087677101835. د باليووډ پنځه فلم جوړوونکي يوځای د کرونا په اړه فلم جوړوي
سينها ددې فلم په اړه ويلي” پدې وروستيو مياشتو کې چې قرنطنين وو تر بل هر وخت ډېر مو د نيږدې خبري سره وکړې ، چې ډېري يې د کرونا په اړه وې،نړۍ د کرونا سره په جګړه ده او موږ غواړو چې راتلونکو نسلونو ته پدې اړه مالومات پرېږدو،تر څو وپوهېږي چې څومره تغيرات راغلي ، او تر ټولو په زړه پوري داده چې موږ څو کسان پر يوې مهمي پروژې کار کوو”.
دا ټول پنځه فلم جوړوونکي د باليووډ په سېنما کې ښه نوم او تجربه لري.
سينها چې د باليووډ د باچا شاهرخ خان سره يې د “راون” په نوم علمي او تخيلي فلم جوړ کړی، همدارنګه ريشي کپور ته يې هم د “مالک” په نوم فلم جوړ کړی،يو ښه تاريخ لري.
images 2020 07 28t1935295577807767553286470. د باليووډ پنځه فلم جوړوونکي يوځای د کرونا په اړه فلم جوړوي
د ټايمز اف هندوستان د خبر له مخې د سينها کمپنۍ ويلي چې ددې فلم فلمبرداري به د روان زېږديز کال په وروستيو کې پيل سي.