ژباړه: بشر دروېش
د وینې کموالی په ښځینه وو کې یوه عامه ناروغي ده. د څېړنو له مخې د نړۍ تر۳۰ سلنې پورې خلک له د مختلفو ناروغیو او نورو لاملونو پر بنسټ له دې ستونزې سره لاس و ګرېوان دي.
د وینې د کموالي یو لوی دلیل د ناروغو کسانو په وجود کې د اوسپنې کمښت دی.
دا چې د وینې کموالی ولې رامنځته کیږي او ښځې ولې ورسره ډېر مخ کیږي، په دې مطلب کې ورته کتنه کوو.
کوم خلک ډېر په دې ستونزه اخته کیږي؟
د وینې کموالی یوه عامه ستونزه ده. هم نارینه هم ښځینه او هم د مختلفو عمرونو خاوندان د وینې خاوندان له دې ستونزې سره مخ کیږي.
دا ستونزه په خاص ډول ښځو ته زیاته پیدا کیږي. هغه نجونې چې له ۱۵ تر ۴۹ کلونو پورې عمر لري، په مختلفو دلایلو زیاته وینه ضایع کوي.
د دوی د وینه ضایع کیدو ټولو نه لوی دلیل د دوی میاشتینۍ ناروغۍ دي.
پر ښځینه وو سربېره د ناسمې غذا خوړونکي ماشومان او ګیا خوړونکي کسان هم د حیواني پروتنیونو د کم استعمال له کبله د وینې له کموالي سره مخ کیږي.
دوی که په وخت سره خپله درملنه وکړي، زر ښه کیږي، خو که ځنډ شي د وخت له تېریدو سره یې درملنه ستونزمنیږي.
ولې ښځې د وینې له کموالي زیات ځوریږي؟
ښځې په عام ډول له میاشتینیو ناروغیو پرته هم له ماشومتوبه د وینې له کموالي ځوریږي.
د څېړنو له مخې د نړۍ پینځمه برخه ښځینه له ماشومتوبه په دې ستونزه اخته دي.
ښځې د وینې د زیات مصرف له کبله زیاتو اوسپنه لرونکو خوړو ته اړتیا لري.له دې کبله ضرور ده، چې د دوی خوراکي رژیم ډېر اوسپنه لرونکي خواړه ولري.
نارینه ولې د وینې په کموالي اخته کیږي؟
په نارینه وو کې د وینې د کموالي لوی دلیل د دوی په غذایي رژیم کې د اوسپنه لرونکو خوړو کمښت دی.
پر اوسپنې سربېره د ویټامین بي او ویټامین آی کموالی، د کولمو ناروغي، التهابي ناروغۍ، ملاریا، پر وجود ټپونه او وینه بهونکې ناروغۍ هم د وینې د کموالي لاملونه دي.
د وینې کموالی د سرطان سبب کیږي؟
د وینې د کموالي ځینې ناروغان فکر کوي، چې نه درملنه به یې دوی په سرطان اخته کړي.
خو دا وېره پرځای نه ده. البته که دوی د سرطان او د وینې د کموالي ناروغیو نور مشترک خصوصیات ولري، هغه جلا خبره ده.
څه باید وکړو؟
د وینې کموالی په مختلفو ډولونو حلیږي. په دې برخه کې هم درملنه ضرور ده او هم د هغو خوړو زیات استعمال چې د وینې د زیاتیدو سبب کیږي.
پر یوه لوري زیاته تکیه مه کوئ. هڅه وکړئ چې هم درمل او هم ضروري خوراکي توکي وکاروئ.
په کورنیو کې ښځینه وو ته اوسپنه لرونکي خواړه باید ډېر ورکړل شي.دوی ته باید په ځانګړي ډول د دغو ناروغیو د لاملونو او حل لارو په اړه خاص پوهاوی ورکړل شي.