ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
د څیړنو په اساس د هر انسان شخصیت د هغه د وینې له ګروپ سره تړلی. همدا رنګه څیړنو ښودلې هغه کسان چې د وینې یو ډول ګروپ لرونکي دي په ډیرو صفاتو، ځانګړو خویونو او عاداتو کې ورته والی لري.
تاسې کوم ډول وینې ګروپ لرئ؟ نو راځئ دلته د خپلې وینې د ګروپ په ځانګړتیاوو پوه شئ:
-۱ هغه کسان چې دA+ او A-ګروپ وینه لري
دا کسان ډیر حساس، صابر، مهربانه، همغږي، سوله او نظم خوښوونکي دي. د نورو خلکو سره د ګډ کار ډیره مینه لري. پیسې، ګټه وټه، سفر، سیاحت او ښه ژوند خوښوي. ډیر کوښښ کوي چې د خپل ژوندانه وضعیت ورځ تر بلې ښه کړي. دا خلک که څه هم د بل چا لپاره قرباني ورکول خوښوي، خو د ستونزې پر مهال ځان ګوښه کوي او په هر کار کې د ځان لپاره برتري او امتیاز غواړي.
۲- هغه کسان چې دB+ او B- ګروپ وینه لري
څیړنې وايي هغه کسان چې دB+ او B-ګروپ وینه لري، ډیر نوښتګر او کولی له هر ډول محیط سره ډیر ژر ځان اعیار کړي.
دا ډله خلک ډیر شخصیت پرسته هم دي، او ډیر ځله کارونه داسې خوښوي چې خپلواکۍ سره یې پر مخ بوځي. یعنې په هر کار کې غواړي چې خپلواکه وي، دوی ډير سرکشه هم دي هیڅکله دا نه خوښوي چې څوک پرې انتقاد وکړي، همدارنګه په ځان باندې د ویاړ او افتخار احساس لري، په ډیر لوړ همت د مقصد د ترلاسه کولو کوښښ کوي. د بل چا په نظر اعتماد نه کوي، د بل چا نظر ته د نه اهمیت له امله په ځینو ځايونو کې ګرم یا تورنیږي.
۳- هغه کسان چې د AB+ او AB- ګروپ وینه لري
څیړونکي وايي دا ډله خلک ډیر آرامه او نرم وي، د خلکو سره ډیر په ملایم ډول رفتار کوي. دا کسان اکثرآ غیر صمیمي وي او د تصمیم په نیولو کی هم معمولاً مشکل لري. په مهمو فیصلو کې دوه زړي وي، همدا علت دی چې کله ناکله ډیر لوی چانسونه د لاسه ورکوي.
همدا رنګه خلکو ته نصیحت کول خوښوي، خو خلک یې په اسانۍ په نصیحت نه پوهیږي. یو شی یې په اسانۍ نه خوښیږي، خو کله چې يې خوښ شي بیا یې همیشه خوښ وي، خپل مور او پلار پرې تر بل هر چا زیات ګران وي، د ځینو کسانو په مخ کې بې زړه، خو د ځینو نورو په وړاندې بیا ډیر جرئتمند او زړور وي. یاد اشخاص خیالي شخصیت خوښوي، د خیالونو په دنیا کې ژوند کولو سره مینه لري، خو ځمکني واقعیتونه هم له پامه نه غورځوي.
۴- هغه کسان چې د O+ او O- ګروپ وینه لري
هغه خلک چې د وينې پاچا یا هم د O+ او O-ګروپ درلودونکي وینه لري، د دې کسانو مهم صفتونه مینه او سخاوت بلل کیږي. همدا رنګه تعامل ورسره اسانه او بې تکلفه وي، په ژوندانه کې منظم خلک دي، په لوړ همت د خپل هدف د ترلاسه کولو کوښښ کوي که څه هم دا کار ورته په هر قیمت تمامیږي.
همدارنګه مثبت فکر لري، د هیچا څخه د مرستې او کومک غوښتنه نه کوي، همدارنګه خوښونکي، جذاب او مینه ناکې څېرې لري. د ظاهري شکل او لباس ښه ساتلو ته تر اندازې زیاته توجه کوي، د ښایسته غږ او اواز درلودونکي او د نري زړه خاوندان وي، په ټولو چارو کې همیشه ګذشت ته ترجیح ورکوي، بدي ژر هیروي او هیچا ته په زړه کې کینه نه ساتي، آن د مایوسۍ او نا امیدۍ په وخت کې يې هم موسکا په شونډو غوړیدلي وي.
باید ووایو چې د دې ډول وینې درلودونکي کسان ډیرې خبرې کوي، له خپل نظر څخه په ټینګه دفاع کوي. د ثبات او استقامت خاوندان وي او ترڅنګ ډیرې وړتیاوې لري. په اسانه یې په خبره ذهن رسیږي، همیشه د مشرۍ او زعامت غوښتونکي وي، د درس له ویلو سره ډیره علاقه نه لري، خو په درس یې ډیر ژر سر خلاصیږي. له سپورټ او ورزش سره ډیر مینه لري. که څه هم د قوي ارادې خاوندان وي خو د راتلونکي ژوند په اړه ډیر اندیښمن وي.