ژباړه: پلوشه فضلي
څېړنو ښودلې چي سپین ږیرو ته د ځوانانو وینه ورکول د ډېرو مرضونو دوا ده. د لندن یوه ډېر مشهور ډېم لنډا پیټرج نومي ډاکټر تر ډيرو څېړنو وروسته دا مالومه کړه چي سپین ږیرو ته د ځوانانو وینه ورکول، سپین ږیري د زړه مرضونو او سرطان ته ورته هلاک کوونکو ناروغیو هغو څخه ژغوري.
یاد ډاکټر داسي تجربه وکړه چي زړو موږکانو ته یې د ځوانو هغو وینه ورکړه، په دې سره نوموړي ولیدل – هغه مرضونه چي په زاړه عمر کي پیدا کېږي، د ځوانانو د ویني په ورکړي سره یې مخه نیول کېږي.
ددې پر څنګ یوې بلي څېړني چي ۷۰ تنو سپین ږیرو ته یې د ۱۶-۲۵ کلونو ځوانانو وینه ورکړه، په دې سره دوی مثبت څرکونه ولیدل؛ په یوه میاشت کي تر ډېره حده د زړه، د ویني غوړ او نورو مرضونو کچه راټیټه سوه.
د کلیفورنیا لاس انجیلس په ایالت کي هم په دې اړه یوه څېړنه ترسره سوه، سپین ږیرو ته د ځوانانو د ویني ورکړي وروسته په سپین ږیرو کي ۲۰ سلنه د ویني غوړ راکم سول، د سرطاني حجرو جوړېدو مخه ونیول سوه، او په دماغ کي د زهرجنو مرکباتو کچه ۲۰ سلنه راکمه سوه.
نو خبره چې دومره ګټوره ده، راځئ که له وجوده ښه یوو، نورو انسانانو خصوصاُ عمر خوړلیو هغو ته وینه ورکړو، ځکه زموږ لږه وینه د نورو انسانانو ژوند ژغورلی شي.