د وینې د لخته (پړن) کېدلو نښې نښانې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
  • ژباړه: نسیمه محمدي

که څه هم نشي کېدای د وینې د پړن کېدو دقیقې او مشخصې نښې وټاکل شي. ښه ده د ګواښ د احساس سره ژر تر ژره له روغتیاپال سره مشوره وکړئ، خو ځینې ساده نښې نښانې شته، چې لومړني اخطارونه وړاندې کولای شي.
هغوی چې په پښو کې د وینې ټینګوالی تجربه کړی د ژور درد او د پښو د ترېنګلتیا احساس حس کړی. په ښکتني اندام کې د وینې پړن کېدل د درد او یو ډول ترېنګلتیا او نیول شوي حالت سره مل وي. خصوصاً د ډېرې ناستې وروسته، دا ډول نښې پیدا کېږي. په پښو کې د وینې لخته کېدل حتی که د یوې ورځې لپاره هم وي، د سږو د آمبولی (په سږو کې د وینې پړن او غوټه کېدل) سره پای مومي، چې ډېره ګواښوونکې ده. د سږو آمبولی د وینې د یوې برخې د جدا کېدو په صورت کې په پښو کې د وینې د پړنتوب او سږو لور ته حرکت کوي.
images (6).jpg
د وینې پړن کېدل د وینې طبیعي جریان ګډوډوي او د پوستکي رنګ بدلولای شي او د وینې ټینګېدلو نښه ده. که د بدن د یوې برخې د غېر طبیعي رنګ بدلولو ته متوجه شوئ، هر څه ژر له متخصص روغتیاپال سره وګورئ.
د مټو، لاسونو، د پښو د بندونو یا د ټولې پښې پړسوب د وینې د پړن والي له معمولي او پېژندل شویو نښو څخه دي.
کېدای شي د ملا درد د وینې د پړن والي  احتمالي نښه ونه شمېرل شي، مګر کولای شي د لګن خاصره یا په ښکتنۍ برخه کې د وینې د ټینګوالي له نښو څخه اوسي. مګر د دې ډول لخته کېدلو د نه درملنې په صورت کې د دائمي زیان امکان شته، ځکه د غړو په لور د وینې جریان پرې کوي. که مو دا مسئله د وینې د ټینګېدو له نورو نښو سره تجربه کړل باید هر څه ژر روغتیا پال سره اړیکه ونیسئ. په دې سره، په معمولي ډول د ملا درد د وینې د لخته کېدو نښه نه ده.
زیاته خوله کول هم د وینې د پړن کېدو نښه کېدای شي، چې سترګې باید پرې پټې نشي. ډېره خوله ممکن د وینې د لخته کېدلو له جدي ډولونو لکه په زړه یا سږو کې د وینې لخته کېدل وي، چې باید عاجل تداوي شي.
د سږو آمبولی د نفس تنګۍ، په تنفس کې ستونزه او د سینې په قفس کې درد په څېر نښې پيدا کوي. په ځینو مواردو کې ممکن  په ریوي آمبولې اخته وګړي د وینې فشار او یا منظم او پرلپسې ټوخی ولري.