د عمر په تناسب مو د ویني د فشار اندازه معلومه کړئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: پلوشه فضلي
د ویني د فشار اندازه نظر عمر ته متفاوته وي. په نننۍ لیکنه کي تاسو ته د عمر په تناسب د ویني د فشار اندازه کول او د کنټرولولو لاري چاري درښيو.
تر ډېره د ویني فشار مریضي د ډېر عمر لرونکو کسانو ته مواجه وي، خو نن ورځ زیات ځوانان هم په دې مریضي اخته دي- دا ناروغي کومي ځانګړي نښي نښانې نه لري. همدا وجه ده چي د پټ قاتل په نامه سره هم یادېږي. دا چي خلک یې درملني ته زیاته توجه نه کوي، نو په نننۍ لیکنه کي به تر یوه بریده د یادي مریضۍ په اړه پوه سئ.
– د ویني فشار د عمر له لحاظه
انسانان نړۍ ته د راتګ سره سم د ویني فشار لرونکي وي. که د ویني فشار ونه لري نو د بدن هیڅ عضو او غړي ته به یې وینه ونه رسېږي. د نوو زېږېدلو ماشومانو د ویني فشار د نورو ماشومانو او ځوانانو په تناسب کم دی. په لاندیني جدول کي کولای سئ چي د خپل عمر په تناسب مو د ویني فشار اندازه کړئ:
د عمر په تناسب د ویني د فشار اندازه کول

د عمر په تناسب د ویني د فشار اندازه کول
عمر نارمل فشار حد اقل حد اکثر
۱۲-۱ میاشتنی ۹۰ پر ۶۰ ۷۰ پر ۵۰ ۱۱۰ پر ۷۵
۵-۱ کلن ۹۵ پر ۶۵ ۸۰ پر ۵۵ ۱۱۰ پر ۷۹
۱۳-۶ کلن ۱۰۵ پر ۷۰ ۹۰ پر ۶۰ ۱۱۵ پر ۸۰
۱۹-۱۴ کلن ۱۱۷ پر ۷۷ ۱۰۵ پر ۷۳ ۱۲۰ پر ۸۱
۲۴-۲۰ کلنۍ ۱۲۰ پر ۷۹ ۱۸۰ پر ۷۵ ۱۳۲ پر ۸۳
۲۹-۲۵ کلنۍ ۱۲۰ پر ۷۹ ۱۸۰ پر ۷۵ ۱۳۳ پر ۸۴
۳۴-۳۰ کلنۍ ۱۲۲ پر ۸۱ ۱۱۰ پر ۷۷ ۱۳۴ پر ۸۵
۳۹-۳۵ کلنۍ ۱۲۳ پر ۸۲ ۱۱۱ پر ۷۸ ۱۳۵ پر ۸۶
۴۴-۴۰ کلنۍ ۱۲۵ پر ۸۳ ۱۱۲ پر ۷۹ ۱۳۷ پر ۸۷
۴۹-۴۵ کلنۍ ۱۲۷ پر ۸۴ ۱۱۵ پر ۸۰ ۱۳۸ پر ۸۸
۵۴-۵۰ کلنۍ ۱۲۸ پر ۸۵ ۱۱۶ پر ۸۱ ۱۴۲ پر ۸۹
۵۹-۵۵ کلنۍ ۱۳۱ پر ۸۶ ۱۱۸ پر ۸۲ ۱۴۴ پر ۹۰
۶۴-۶۰ کلنۍ ۱۳۴ پر ۸۷ ۱۲۱ پر ۸۳ ۱۴۷ پر ۹۱

د عمر په ډېرېدو سره د ویني فشار په لږه اندازه لوړېږي، له ۶۰ څخه تر ۷۰ کلنۍ پوري ۱۳۴ پر ۸۷ باندي نارمل فشار دی.
که مو د ویني فشار سیستولیک یا لوړ فشار له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۹ پوري او ډیاستولیک یا کښته فشار له ۸۰ څخه تر ۸۹ پوري – هر کال مو د ویني فشار وګورئ. که مو د ویني فشار ۱۴۰ پر ۹۰ وي یا تر دې هم زیات وي – نو تاسي لوړ فشار لرئ- د ډاکټر سره حتمن لیدنه وکړئ او د ویني د فشار د کنټرولولو لازم اقدامات شروع کړئ. د ویني د فشار درملنه نه کېږي خو کنټرولېږي.
که مو د ویني لوړ فشار ۱۶۰ پر ۱۰۰ وي نو د دوا او درملني پرته نه کنټرولېږي. خو که حداکثر یې ۱۴۰ پر ۹۰ وي بیا منظم ورزش کول، د وزن کمولو په واسطه کولای سئ چي کنټرول یې کړئ.
– د ویني د فشار کنټرولول او نارمل حالت راوړل
د ویني د فشار کنټرولول داسي دي چي سیستولیک یا لوړ فشار باید تر ۱۴۰ کښته وي او ډیاستولیک (کښته فشار) باید تر ۹۰ کښته وي. ددې له پاره چي د ویني فشار کنټرول سي ځیني لارښووني سته:
۱ـ وزن کمول:
چاغوالی هم د ویني د فشار یو غټ لامل دی، نو په همدې خاطر د خپل بدن وزن کم کړئ او د BMI (Body Mass Index) له حسابه باید تر ۲۵ کښته وي. په BMI باندي د وزن اندازه کول په داسي ډول دي چي وزن د کیلو ګرام له حسابه وي او قد مو د متر له هغه څخه وي – وزن تقسیم پر قد، لاس ته راغلی شمېر مو باید تر ۲۵ څخه کښته وي او یا د لاندي جدول سره برابر وي:
• که مو لاس ته راغلی شمېر ۱۸.۵ وي نو وزن مو تر طبیعي حالت کم دی.
• که مو لاس رته راغلی شمېر له ۱۸.۵ څخه تر ۲۴.۹ پوري نو په دې معنا چي وزن مو سالم دی.
• که مو په لاس درغلی شمېر له ۲۵ څخه تر ۲۹.۹ پوري وي په دې معنا چي اضافي وزن لرئ.
• که مو په لاس درغلی شمېر له ۳۰ څخه بیا تر ۳۹.۹ پوري نو مطلب ئې دا دئ چي چاغ یاست.
• که په لاس درغلی شمېر ۴۰ یا تر دې هم زیات وي نو چاغښت نه، بلکي مرض دی.
۲ـ مناسب خواړه خوړل:
هغه کسان چي د ویني فشار لري باید سالمه غذا وخوري ترڅو د ویني فشار را کم کړي.
• د مالګي اندازه مو را کمه کړئ چي دا د لوړ فشار یو لامل دی.
• د ورځي باید له ۶ ګرامو څخه کمه مالګه وخوړله سي.
• د چپس او پاپک خوړلو څخه ډډه وکړئ ځکه چي په زیاته اندازه مالګه لري.
• د هګۍ پر ځای میوه او سبزيجات استعمال کړئ.
• هغه سبزیجات وکاروئ چي پوتاشیم لري.
• چربي او د غوړو خواړو څخه پرهېز وکړئ.
• الکول مه استعمالوئ او مشروبات مو هم د ویني فشار لوړوي.
۳ـ ورزش کول:
د ویني د فشار کمولو له پاره باید هره ورځ دېرش دقیقې ورزش وکړئ. لکه پیاده روي، او که د ساه بندي یا نفستنګی په مریضی اخته یاست – د ډاکټر د مشورې سره سم ورزش شروع کړئ. او که مو د ورزش کولو پر مهال د سینې په قفس کي سخت درد احساس کړ، نو ورزش کول مو پرېږدئ. هغه مېرمني چي د ویني لوړ فشار لري او د امېدوارۍ څخه مخکي ئې د ویني د فشار درمل کارول، د امېدواره کېدو سره سم دي درمل قطع کړي او د ډاکټر د مشورې سره سم دي نوره دوا وکاروي.