اړمن انسان ته وینه ورکول، مو له ناروغیو ژغوري، خو دې ټکو ته پام وکړئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه راټولونه: مریم محمدي
وینه داسې څه ده، چې په مصنوعي او د درملو په ډول نه پیدا کیږي. همدا علت دی چې که چېرې یو انسان د وینې له کمښت سره مخ شي، نو بل انسان باید د هماغه ګروپ وینه ورکړي.
څوک چې وینه ورکوي نه یواځې چې د یو بل انسان ژوند ژغوري بلکې له مختلفو نارغیو به هم خوندي وي.
– یو کال څو ځله وینه ورکولی شئ
د وینې د ورکړې په اړه لا هم د عامه پوهاوي کچه کمه ده، روغتیا پوهان وايي نارینه کولای شي چې په کال کې ۶ ځله وینه ورکړي، خو ښځې دې له څلور ځله نه ډېره وینه نه ورکوي.
– له قلبي ناروغیو مخنیوی کوي
د وینې ورکړه د مختلفو قلبي ناروغیو مخه نیسي، ځکه د وینې د اوسپنې د مقدار د زیاتوالي په نتیجه کې د زړه ناروغۍ ډېرېږي.
– د سرطان مخه نیسي
دا یو طبعي شعار دی، وینه ورکړئ له سرطان ځان وژغورئ.
ډاکتران وایي؛ په یو میلي لیتر وینه کې پنځه میلیارده سره کرويات، ۲۰۰ میلیونه د ویني حجرې او له پنځو تر لسو میلیونو سپین کرويات وي.
د وینې د ورکړې پر مهال د انسان له بدن څخه یوازې وینه نه وځي، بلکې د وینې ډېرې حجرې هم له بدنه وځي او په پایله کې یې د وینې د ورکوونکي په بدن کې د سرطان خطر هم کمیږي.
– د وینې له ورکړې وروسته څو ټکو ته مو پام وي:
– که په بدن کې د ویني د ورکړې له کبله د هغې جریان غیرې منظم شي، نو د دې امکان شته چې وینه ورکوونکی له سرګنګسي او په ځینو مواردو کې آن له ضعف سره هم مخامخ شي.
– د ویني تر ورکړې ۲۰ دقیقې وروسته، د ویني جریان بیرته خپل عادي حالت ته ګرځي.
– د ویني تر ورکړې ۲۴ ساعته وروسته، په وینه کې له لاسه ورکړل شوې مایع، د خوړو او څښاک په وسیله بیرته جبرانیږي او ۴۸ ساعته وروسته، د وینې پروتین بیرته پوره کیږي.
– د وینې ورکولو په وخت کې دې ټکو ته پام وکړئ
– وینه باید ماشوم او د ډیر عمر انسان ورنه کړي، وینه ورکوونکی شخص باید له ۱۸-۶۰ کلونو په منځ کې عمر ولري.
– وینه ورکوونکی باید لږ تر لږه ۵۰ کیلو ګرام وزن ولري.
که د سږو، روماتیزم او د زړه د رګونو ناروغي لرئ، د وینې له ورکولو ډډه وکړئ.
– سرطان، ایدز، شکر لرئ، وینه مه ورکوئ.
هغه کسان چې له ډیر وخت راهیسې د ساه لنډۍ ناروغي لري، یا هم د میرګي، دماغي امراضو نه کړیږي او یاهم دوامداره جلدي ناروغیانې لري وینه دې نه ورکوي.
– د زیړي، سختې ملاریا، حامله ښځه، د الکولو او مخدره مواد معتادین، او د معدې په ناروغۍ اخته خلک دې هم له وینې ورکولو ځان وساتي.
یادونه: د وینې د ورکړې په وخت کې ځان په دې ډاډه کړئ، چې وینه مو پوره ده کنه؟
سرچینه: بخش صحت