بلېک بېري ځيرک موبایل بیا بازار ته راځي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: عایشه حیدري

د بلیک بېري Blackberry موبایل نوی ماډل به په ۲۰۲۱ کې د شمالي اروپا بازارونو ته وړاندې شي، د نوی ماډل به د انډروایډ عامل سیستم لرونکی او د خپل مشهور کیبورډ په لرلو به د انټرنېت د پنځم نسل (5G) وړتیا هم ولري.
 
په ۲۰۱۶ کې د بلیک بېري کمپنۍ د سي ټي ایل شرکت CTL COMMUNICATIONS LTD له لوري وپېرل شوه، خو د دغه کال په لومړیو کې یې اعلان وکړ چې نور به په دې نامه هېڅ ځیرک موبایل تولید نه کړي. دواړه شرکتونو وویل چې د سي ټي ایل شرکت CTL COMMUNICATIONS LTD  به د ۲۰۲۰ د اګسټ له ۳۱مې وروسته د بلیک بېري موبایل بازار ته وړاندې نه کړي.
د دغه نوموتي شرکت مدیریت اوس د تګزاسي کمپنۍ انورډ موبیلیټي Onward Mobility په غاړه دی، دغې کمپنۍ خوندیتوب او ګټورتوب ته په لومړیتوب ورکولو سره په بازار کې دولتي او سوداګریزو کمپنيو پیرېدونکي خپله موخه ګرځولې ده.
د دغه شرکت مدیر وايي چې تجارتي کمپنۍ د انټرنېت د پنځم نسل (5G) د غوره خوندیتوب لرونکو موبایلونو غوښتونکې دي، چې د ګټې اخيستنې پر مهال، کاروونکو ته له ستونزو رامنځته کولو پرته د غوره استعمال وړتیا ولري.
بلیک بېري ځیرک موبایلونه په خوندیتوب، د خصوصي حریم او د کاروونکو د مالوماتو په ساتنه مشهور دي او دا د انورډ موبیلیټي Onward Mobility لپاره غوره فرصت دی چې د پنځم نسل موبایلونه بازار ته وړاندې کړي.
فرنکلین له رجسیټر سره په خبرو کې وویل چې دغه کمپنۍ به د بلیک بېري پخوانۍ طراحي يوې خوا ته پرېږدي او پر ځای به یې له داسې کیبورډ یا لیکمن څخه کار واخیستل شي چې په دې کمپنۍ کې طراحي شوی دی.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل چې زمونږ موخه یوازې دا نه ده چې خوندي او د ډېرو غورایو لرونکي موبایلونه جوړ کړو، بلکې غواړو چې د ورځنۍ کارونې وړ غوره موبایل جوړ کړو. هغه زیاته دغه موبایل د غوره کمرې او نورو ځانګړنو لرونکو دی چې په ورځني ډول یې تاسو له خپل موبایل څخه غواړئ، او پوهېرو چې په دې برخه او په ځانګړي ډول په بیو کې باید سیالي وکړو.
جان چن، چې د بلیک بېري Blackberry کمپنۍ ریس دی وايي چې موږ په دې هڅه کې یو چې داسې یو موبایل جوړ کړو چې د انټرنېت د پنځم نسل (5G) لرونکی وي او کیبورډ (لیکمن) یې فزيکي وي تر د خوندیتوب او باور په جوړونه کې زموږ لوړ معیار وښيي. هغه زیاتوي؛ خوشاله یو چې زمونږ پیرېدونکي (دولت او ستر شرکتونه) به د بلیک بېري د پنځم نسل (5G) ۵جي موبایل سره خوندیتوب او ګټورتوب لوړې کچې ته لاسرسی پیدا کوي.
Keyboard.png
د بلیک بېري ځیرک موبایل کمپنۍ د ۲۱ پېړۍ په لومړيو کې د شهرت تر اوج را وروسته د ګوګل او اپل د سیالۍ له کرښې ووته، یو لامل یې دا و چې د لیکنې چاپیریال بدلون وکړ او ډېرو لیکونکو د انډرایډ او اپل سیستمونو کارونه غوره وګڼل. پر دې سربېره د موبایلونو د لیکمن یا کیبورډ پاڼې غټوالی د بلیک بېري د فزیکي بټنو لرونکی کیبورډ ته اړتیا له منځه یوړه.
یاده دې وي چې دغې کمپنۍ په ۲۰۱۶ کې اعلان کړی و چې نور به ځیرک موبایلونه جوړ نه کړي او په دې لټه کې ده چې د کمپنۍ چارې یوې بلې کمپنۍ ته ورسپاري.