بین سټوکس لومړی ځل ټیسټ کرکټ کې انګلستانۍ لوبډله رهبري کوي!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ټاکل شوې انګلستان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلي سره درې ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې په یادو ټیسټ سیالیو کې د لومړي ځل لپاره لوبډلمشري بین سټوکس ته ورکول شوې.
په ټیسټ سیالیو کې د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر جې روټ د خپل ماشوم د زېږون په موخه د خپل بورډ څخه رخصتې اخیستې، نو په همدې موخه د هغه پر ځای به سیالیو کې بین سټوکس لوبډلمشر وي.
دا لومړی ځل دی، چې بین سټوکس به په ټیسټ لوبه کې انګلستانۍ لوبډله رهبري کړي.
خو داسي اټکل کیږي، چې جې روټ به بیرته دویمې ټیسټ لوبې ته راستون شي.

ویسټ انډيز او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د راتلونکې جولای میاشتې په ۸مه لومړۍ، د جولای میاشتې په ۱۶مه دوهمه او د جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه بیا درېیمه ټیسټ لوبه پيلوي.
دا درې واړه ټیسټ لوبې د انګلستان په سټیو همپټن او منچسټر ښارونو کې د مینوالو پرته ترسره کیږي.
یادو سیالیو ته انګلستان او ویسټ انډیز دواړو هیوادونو خپلې لوبډلې وار له مخې اعلان کړې دي.
د انګلستان اعلان شوې ۳۰ کسیزه لوبډله دې ډول ده:
معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین پوکیز، لیویز ګریګوري، کېټون جینینګ، ډان لاوړینس، جاک لیچ، سقیب مومند، کریګ ایورټون، جېم ایورټون، متیو پارکینسون، اوولي پوپ، اوولي روبینسون، جې روټ، ډام سیبلي، بین سټوکس، اوولي سټون، امر ویرډي، کریس ووکس او مارک ووډ.

د ویسټ انډيز اعلان شوې ۲۵ کسیزه لوبډله بیا په دې ډول ده:
جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف، کېمر روچ، سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.

انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې.