د بیل کلینټن معشوقه د هغه له مېرمنې هیلري څخه بښنه غواړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

مونیکا لوینسکي؛ هغه ښایسته نجلۍ چې د امریکا د دوه څلوېښتم ولسمشر(بیل کلینټن) معشوقه وه، د مینې له رسوایۍ کلونه وروسته حاضره شوې، چې د بیل کلینټن له مېرمنې هیلري کلینټن سره د مخامخ کیدو په صورت کې له نوموړې بښنه وغواړي.

نړیواله رسوایي
د مونیکا لوینسکي او بیل کلینټن مینې او حتا د جنسي اړیکې ادعا په نړیواله کچه رسوایي رامنځته کړه.
دا رسوایي د ۱۹۹۰ په وروستیو کلونو کې هغه مهال وشوه، چې بیل کلینټن د امریکا ولسمشر او مونیکا لوینسکي ورسره په سپینه ماڼۍ کې کارکوونکې وه.
دا رسوایي، چې رسنیو پکې زیات رول لره، د امریکا سنا جرګې ته د ولسمشر بیل کلینټن د استیضاح کیدو سبب شوه.

بیل کلنټن او مونیکا په عام محضر کې د روغتړ پرمهال

د مینې یادښت
مونیکا اوس یوه ټولنیزه فعاله ده. هغې د رسوا شوې او نړیوال شوې مینې په اړه یې له اوږدې چوپتیا وروسته بیا خوله پرانیستې.
لوینسکي، د ونتي فر په نوم یوې مجلې ته د خپلې مینې په اړه یو لنډ یادښت لیکلی.
دا یادښت د پخواني ولسمشر او پخواني مېن بیل کلینټن د یوې مرکې په ځواب کې لیکل شوی.
مونیکا په دغه یادښت کې ویلي، چې نه یوازې له مېرمن هیلري کلینټن(د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او ولسمشریزې نوماندې) بلکې د هغې له لور چلسي کلینټن څخه به هم بښنه وغواړي.
کلینټن او مونیکا په سپینه ماڼۍ کې

پر پخواني مېن نیوکې
مونیکا لوینسکي د پخواني ولسمشر او خپل مېن بیل کلینټن پر یوې وروستۍ مرکې ضمني نیوکه کړې ده.
بیل کلینټن د روان کال په جون کې این بي ایس تلویزون ته په یوه مرکه کې وویل، چې فکر نه کوي له مونیکا لونیسکي څخه دې په بښنې غوښتو مکلف وي.
خو مونیکا وایي، چې د دې په باور بیل کلینټن باید بښنه ورڅخه وغواړي.
مونیکا په دې اړه کوم دلیل نه دی ویلی، چې ولې باید بیل کلینټن ترې بښنه وغواړي.