ژباړه: نسیمه محمدي
غټه پوزه په بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو په وړاندې د دې جملې څخه د زکام او رېزش په وړاندې د انسان ساتنه کوي. د زیاتره خلکو په عقیده او آند د کوچنۍ او وړې پوزې درلودل د ښکلې څېرې درلودلو لپاره یو تر ټول مهم شاخص ګڼل کېږي.
له همدې امله ده، چې نن ورځ د تکنالوژۍ د پرمختګ له امله د پوزې د ښکلا جراحي د ځوانان تر منځ ګڼ مینه وال او پلویان لري. مګر د آمریکايي څېړونکو څېړنو ښودلې، چې غټه پوزه د ډېری ناروغیو په خاص ډول د زکام او رېزش په وړاندې د بدن څخه ساتنه کوي.
په دې څېړنه کې څرګنده شوه، په هره کچه چې پوزه او شونډې غټې وي، معلق ذرات، ګرد او دوړې او باکتریاوې په کمه اندازه بدن ته د داخلېدو چانس لري.
د دې څېړنې د تر سره کولو لپاره، څېړونکو دوه مصنوعي پوزې جوړې کړې، چې یوه له دې څخه ۲،۳ سانتي متره او بله یې تر دې غټه وه. دا دوه پوزې په دوه مصنوعي جوړو شویو مخونو کېښودل شوې او همدارنګه دوه مصنوعي شونډې په مختلفو سایزونو او اندازو هم په دې مخونو وآزمایل شوې. پایلو وښوده په غټو پوزو کې د انسان د تنفسي سیستم کانال ته د معلق ذراتو داخلېدل نسبت کوچنیو پوزو ته په څو ځلي کم وو.
همدارنګه دا پایله د غټو شونډو په اړه هم صدق کوي.
د دې څېړنیزې ډلې سر پرست په دې عقیده دی،چې: غټې پوزې بدن ته د مېکروبونو د داخلېدو ګواښ کموي او همدارنګه بدن ته د داخلې شوې هوا د ککړتیا کچه هم ټیټوي.