بیګ باش لیګ کې بهرنیو لوبغاړو ته چانس؛ شاید نور افغان لوبغاړي هم په کې واخیستل شي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

بېګ باش لیګ چې په نړۍ کې تر آې پي ایل وروسته ستر سوداګریز لیګ دی، په دې لیګ کې تر دې دمه څلور افغانان لوبېدلي دي، اوس د نورو لوبغاړو لکه شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځي، نجیب الله ځدران او شفیق الله شفق ته پکې د لوبېدو چانس زیات شو.
تر دې دمه محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، مجیب الرحمن، شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، دولت ځدران، قېس احمد او نور لوبغاړي د نړۍ په معتبرو او دوهمه درجه لیګونو کې لوبېدلي دي.
اوس په بېګ باش لیګ کې یو نوی اصل جوړ شو، چې د دې اصل پر اساس هره لوبډله کولای شي، چې شپږ، شپږ بهرني لوبغاړي واخلي.
مخکې هرې لوبډلې یواځې څلور، څلور بهرني لوبغاړي اخېستلای شول؛ خو نن د شنبې په ورځ د می په ۱۱ مه نېټه پکې دا اصل اضافه شو.
د آې پي ایل او بېګ باش لیګ توپیر
بېګ باش لیګ کې اوس هره لوبډله شپږ لوبغاړي اخېستلای شي، خو آې پي ایل کې دا شمېر لوړ دی او هره لوبډله له لسو بره بهرني لوبغاړي اخېستلای شي.
آې پي ایل کې هره لوبډله څلور باندني لوبغاړي په ۱۱ کسیز لوبېدونکي سکواډ کې شاملولای شي، خو بېګ باش لیګ کې یواځې دوه بهرني لوبغاړي یوه لوبډله په ۱۱ کسیز نوملړ کې لوبولای شي.
آې پي ایل کې له استثنایي حالت پرته هر کال ۷۲ لوبې کېږي، خو بېګ باش لیګ کې یا ۵۹ لوبې کېږي او یا هم ۶۰ لوبې ترسره کېږي.
hhhhhh بیګ باش لیګ کې بهرنیو لوبغاړو ته چانس؛ شاید نور افغان لوبغاړي هم په کې واخیستل شي
د بېګ باش لیګ مسئولین وایي دا نوی اصل به ځېنو باندنیو مهمو لوبغاړو ته موقع په لاس ورکړي، چې په دې ښکلي لیګ کې ولوبېږي.
د اسټرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر انتوني ایوي رارډ ویلي دي، چې دوی به په دې سره د نړۍ ښه لوبغاړي راجلب کړي او ننداره کوونکي به لا زیات شي.
بېګ باش لیګ په اسټرالیا کې په داسې وخت کې پیلېږي، چې په اسټرالیا کې پسرلی وي، دا مهال اسټرالیا خورا ښکلې او سمسوره وي؛ نو هر څوک د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه اسټرالیا او نیوزیلېنډ ته سیاحت ته ځي او بیا د بېګ باش ننداره هم ګرموي او له جوشه یې ډکوي.
دا لیګ د ډېسمبر میاشت په اواخرو کې پېلېږي او د جنوري او فبروري میاشتو پورې غځېږي.
۲۰۱۸ او ۱۹ کال کې د دې لیګ اتلولي د مجیب ځدران دې لوبډلې برېسبېن هیټ یوړه، ۲۰۱۷ او ۱۸ کال کې اتلولي راشدخان دې وړې وه او راشدخان د ۱۷ وېکټو په اخېستلو سره لومړی بالر و.
سږ کال د دې څلورو افغان لوبغاړو سربېره نورو غوره افغان لوبغاړو ته هم چانس شته، چې په دې لیګ کې بولۍ ته وړاندې شي او واخېستل شي.
مجیب الرحمن، محمدنبي، راشدخان او قېس احمد هغه لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې لوبېدلي او ځلېدلي دي.