د افغان لوبغاړو په شتون کې بېګ باش لیګ پېلېږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ لسم پړاو د ډېسمبر په لسمه د اته لوبډلو په ګډون پیلیږي.
په دغه لیګ کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، ظاهرخان، نوراحمد لکڼوال او مجیب الرحمن لوبېږي.
که څه هم لیګ د پنجشنبې په ورځ د ډېسمبر په لسمه د غرمه دولس بجې او ۴۵ دقیقې پیلیږي او لومړۍ لوبه یې د هوبرت هرېکېنز او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د جمعې په ورځ پکې مجیب الرحمن د ظاهرخان پر وړاندې لوبېږي، مخکې دوی دواړه یوه لوبډله کې و.
مجیب الرحمن سږ کال له بریسبین هیټ لوبډلې سره او ظاهرخان له مېلبورن سټارز سره لوبېږي.
د دې سیالیو پایلوبه د ۲۰۲۱ د فبروري په ۶ مه ترسره کېږي.

راشدخان او محمدنبي په ۲۰۱۷ کې

راشدخان په ۲۰۱۷ کې په اډیلایډ سټرایکرز کې اخیستل شوی و او محمد  نبي عیسی خېل په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې لوبېږي.
راشدخان په ۲۰۱۷ کې په دغه لیګ کې د ټول ټورنمنټ غوره بالر و، هغه ۱۷ وېکټې اخیستې وې او لوبډله یې هم د لیګ اتله شوې وه.
محمدنبي عیسی خېل هم په توپ اچونه او هم په توپوهنه کې خپل نوم ځلولی و، هغه په یوه لوبه کې په ۲۸ توپونو ۴۰ منډې وکړې او دې چارې د ملېبورن رېنېګېډز لوبډله کې د هغه ځای محکم کړ.
Rashid Khan, Mohammad Nabi confirm new Big Bash League 2020-21 deals
د دې ترڅنګ یې په ۲۰۱۸ کې ۱۴ وېکټې هم اخیستې وې او له درې سوو یې زیاتې منډې جوړې کړې وې.

د مجیب الرحمن کرونا ټېسټ

د تېرې جمعې په ورځ خبر دا و، چې د بریسبین هیټ لوبډلې سپېن یا څوکه بالر مجیب الرحمن کرونا شوی او د ګولډ کاسټ په نامه روغتون ته وړل شوی دی.
له دې وړاندې هر لوبغاړی ۱۴، څوارلس ورځې قرنطین ول، لوبغاړي ټېسټ شول، چې د مجیب الرحمن او د نیپال سنديپ لامیچانی ټېسټونه مثبت ختلي وو.
ترڅو چې مجیب بیرته جوړېږي، نو تر هغې به یې پر ځای اسټرالیایي لوبغاړي لوبېږي.

نور احمد او د لیګ لومړی کال

دا لومړی ځل دی، چې نوراحمد له افغان بهر په یو ستر سوداګریز کرکټ لیګ کې اخیستل شوی دی او له محمدنبي عیسی خېل سره به یو ځای په مېلبورن رېنګېډز لوبډله کې ولوبېږي.
که نوموړی په دغه لیګ کې ښه وځلېږي، نو نورو لیګونو ته به یې د پرمختګ دروازه ورخلاصه شي، ښایي د انګلستان، ټي ټېن لیګ، د هندوستان لیګ او نورو لیګونو کې به یې د اخیستو تقاضا زیاته شي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.