غوره سیاستوال دا ۳۰ ځانګړنې لري

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
د غوره سیاستوال د معیارونو په اړه هرڅوک خپل نظریات لري او حق لري، چې ویې لري.
خو دلته چې کومې ځانګړنې شریکیږي، په نړیواله کچه ټولمنلي دي او په اکاډمیکو بنسټونو کې حوالې پرې ورکول کیږي.
– اول یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي وي او بیا اجرایي مسولیتونه مني.
– تر ډېره حده د کاغذ له مخې وینا کوي، البته تر ټولو پياوړي ویناوال کیدای شي له دې اصل څخه مستثنا وي.
– خپله انرژي ښه مدیریت کوي او پر فکري تولید یې مصرفوي.
– پر راتلونکي فکر کوي او پروګرامونه ورته برابروي.
– که ظاهراً غوسه هم وي، خو غوسه یې مخکې نه پلان کړې وي او پروخت یې پرځان پوره کنټرول لري.
– مخالفینو ته یې د ځواب نه ویلو کلونه ـ کلونه حوصله لري.
– وعده کړې ناستې پر خپل ټاکلي وخت پيلوي.
– د ټولنې له ټولو قشرونو سره منظمې اړیکې لري.
– بهرنۍ اړیکې له ډېرې کچې تر لوړې کچې پورې ټولې د خپل هېواد د ستراتیژیکو ګټو لپاره مخته وړي.
– د تېروتنې بښنه غواړي.
– د هېواد پر ملي مصالحو او ځواکمنتیا ډېر تمرکز کوي.
– واک ته له رسیدو مخکې لږ ترلږه ۴ هېوادونو ته په سفر تللی وي.
– یو ساعت یا دوه ساعته به د ورځې حتماً ورزش کوي.
– پخپل لاس لیکلي یاداشتونه او مننلیکونه مستحقو خلکو ته لیږي.
– په واقعي مانا خپل شخصیت له ناپاکیو ساتي.
– پر یوې بهرنۍ ژبې به خامخا واکمن وي.
– اصلي مور و پلار به خامخا لري.
– ورځینۍ چارې به یې د واقعیتونو له مخې تنظیمیږي، یانې د ټولنې روان ته به پوره پام کوي.
– په خیریه او ټولګټوکارونو کې مرسته کوي، نور هم ورته هڅوي.
– د مذاکرې پر وخت د چا لباس او څېرې ته نه؛ بلکې د خبرو جزیاتو ته پام کوي.
– له کافي ذهني، عاطفي او ټولنیزې هوښیار څخه برخمن وي.
– په هر ډول شرایطو کې له هر چا سره مودبانه چلند کوي.
– د سکوت له وسلې د کار اخیستو پوره هنر یې زده وي.
– په خبرو کې چې څومره کولای شي له ارقامو او دقیقو حوالو څخه کار اخلي.
– خوش ذوقه، خوشاله، موسکی او مینه ناک چلند لري.
– له سیاسي دریځ څخه یې اخلاق او مدنیت باید ډېر جذبونکي وي.
– واک ته له رسیدو مخکې یې باید ښه راحت ژوند هم کړی وي، یانې وروسته د تفریح په فکر کې دومره نه وي.
– لږ ترلږه د نړۍ د ۲۰۰ مهمو خلکو ژوند لیکونه یې لوستي وي.
– منظم فکري نظام ولري او په ورته وخت کې د فکري تعدیل او اصلاح اماده ګي ولري.
– په قدرت کې مسولیت منونکی او ځواب ویونکی وي.