دا سمه ده چې لږ وزن لرل د ښایسته اندام د درلودلو لامل کېږي خو بېخي لږ وزن لرل هم ښه نه وي او انسان پکې ښکلی نه ښکاري.
نو له همدې امله ډېری هغه کسان چې لږ وزن لري د دې په هڅه کې دي چې د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره خواړه او مېوې وکاروي تر څو وکولای شي چې مناسب او ښکلی اندام ولري.
هغوی نه غواړي چې د درملو پر مټ چاغښت ترلاسه کړي او تل د خوړو څخه د خپل وزن د زیاتېدو لپاره ګټه اخلي، خو هغوی په اسانۍ سره خپلې دغې موخې ته نه شي رسېدلای، ځکه چې هغوی ته د چاغښت لپاره، وړ خواړه نه وي معلوم او نه پوهېږي چې څه وخوري، تر څو په لږه موده کې ډېره وزن واخلي.
که تاسو هم د دغو کسانو له ډلې څخه یاست، اندېښنه مه کوئ، موږ غواړو په نننۍ لیکنه کې تاسو ته هغه مېوه در وپېژنو چې په خوړو يې کولای شئ، ډېر ژر چاغښت او مناسب اندام ترلاسه کړئ.
د چاغښت د ترلاسه کولو لپاره ډېرې مېوې شتون لري، خو موږ ټول په دې پوهېږو چې که د وزن د زیاتولو لپاره له ټاکل شوي حد څخه ډېره مېوه وخورو، زموږ روغتیا ته جدي زیانونه رسولای شي.
خو یوازینۍ مېوه چې که هر څومره وخوړل شي، د دې ترڅنګ چې زموږ د مناسب چاغښت لامل کېږي، زموږ روغتیا ته هم هېڅ ډول زیان نه رسوي هغه ځمکنی توت (توت زمیني) دی.
د روسیې یوه متخصص چې اولګا شملوا نومېږي په خپلې یوې مقالې کې لیکلي دي چې ځمکنی توت (توت زميني) د هغو مېوو له ډلې څخه دی چې خوړل یې روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه لري او انسان ډېر ژر چاغوې.
نوموړی په دغې مقالې کې لیکي چې ځمکنی توت (توت زميني) د ویټامینونو او مغذي موادو څخه ډکه سرچینه ده، نو له همدې امله هغه کسان چې غواړي خپل وزن زيات کړي، کولای شئ چې په پریمانه کچه ځمکني توت (توت زميني) وخورئ.
خو هغه کسان چې نه غواړي وزن یې زیات شي، باید د ځمکني توت (توت زميني) په خوړلو کې پام وکړي او په ډېره کچه يې ونه خوري.
ځمکنی توت (توت زميني) د کالورۍ یوه لویه سرچينه ده او لږ او ډېر خوړل یې په مستقیمه بڼه د انسان پر وزن اغېزه کوي. نو د دغې خوندورې مېوې د خوړلو پر مهال خپل وزن ته پام وکړئ.