د بیروت ستره چاودنه؛ یو کمیسیون څلورو ورځو کې مجرمین محکمې ته کشوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لبنان حکومت د بیروت چاودنې په اړه یوه څیړنیزه ډله یا کمیسیون جوړ کړی دی.
په څلورو ورځو کې باید دا کمیسیون د چاودني عاملین او مجرمین معلوم او محکمې ته راکش کړي.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر هم ورته خبره تایید کړي ده او ویلي یې دي، چې  راتلونکي څلورو ورځو کې به تورن کسان محکمې ته وړاندي شي، خو د  لبنان وګړي د دغې چاودنې اصلي عامل حکومت بولي او دغه قضیه کې د ملامتۍ ګوته ورته نیسي .
د یادونې وړه ده، چې د بیروت چاودنه کې  ١٣٥ کسه وژل شوي دي او تقریباً پنځه زره کسه ټپیان دي.
د لبنان حکومت د ٢٠١٤ نه تر نن د بیروت د بندر  ټول چارواکي او امنیتي مسؤلین او ساتونکي ممنوع الخروج اعلان کړي دي او د نظربند حالت کې  وخت تیروي.

د لبنان لومړي وزیر  “حسن دیاب ” هم  ویلي وو، چې د بیروت چاودنې ته نه باید سیاسي رنګ ورکړو او منتظر پاتې شو، چې د څیړنیز ګروپ د څیړنو پایلي  اعلان کړل شي.
د لبنان جمهور رییس “میشل عون ” هم  ویلي دي، چې مجرمین به زر په ګوته او دوی ته به سخته سزا ورکړل شي .
ده زیاته کړي، چې لبنان اوس مهال د بد اقتصادي  بحران سره هم لاس و ګریوان دی.
په لبنان کې د شوې چاودنې له امله د ځاني زیان سربیره په لویه کچه مالي زیان اوښتو خبره هم شوې ده.