لیکنه: بهار سمسور
اوولس میاشتې وړاندې د اسټرالیا او جنوبي افریقا تر منځ د ټېسټ لوبو د لړۍ په یوه لوبه کې یوه داسې پېښه وشوه،چې د کریکټ نړۍ یې حیرانه کړه.
اسټرالیا پرله پسې ماتې وخوړې،همدې ماتو تجربه کاره او د لوی شهرت خاوندان لوبغاړي پخوانی لوبډلمشر سټیون سمېت،پیاوړی پیلیز توپ وهونکی ډیوېډ وارنر یو غیرې قانوني کار، چې له شرم ډک و وهڅول،خو دوی دا کار په یو ځوان لوبغاړي بین کرافټ وکړ،دی ځوان لوبغاړی و او کم وخت کیده، چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې لباس یې پر تن کړی و.ده د سمېت او وارنر په مشوره د روانې ټېسټ لوبې په جریان کې مخکې تر دې چې لېګ سپینر ادم زمپا خپل اور پیل کړي،توپ په ځانګړي څیز باندې وګراو(خراب) یې کړ،چې دا کار د کریکټ نړیوالې شورا ای سي سی د قوانینو خلاف عمل دی.
د لوبې په جریان کې دا صحنه کمیرو خوندي کړه،څو،څو ځلې تکرار خپره شوه او د لوبې لوبڅار چې د لوبې څارنه یې مسؤلیت دی،مجبور شو تر څو د چای په وقفه کې لوبغاړی بین کرافټ وپوښتي.
د ده د انکار با وجود دا کار دوی کړی و،دوی په لوبغالي کې پر لوبه بوخت ول، خو نړۍ پرې خبره وه.
لوبه پای ته ورسیده،بین کرافټ په جرم اعتراف وکړ،خو د خفګان وړ دا وه،چې سمېت او وارنر په دې پېښه کې دخیل و.
کریکټ نړیوالې شورا پرې نغدي جریمه او دری سره له دوه ټېسټ لوبو منع کړل،خو د اسټرالیا کریکټ بورډ یې خلال توند غبرګون ښکاره کړ،سنټرل کنټرکټ یې ورسره ختم کړل او دری واړه یې یولس،دیارلس او شپاړس میاشتې له هر ډول کریکټ څخه منع کړل.
سمېت او وارنر څو میاشتې وړاندې بېرته نړیوال کریکټ ته راستانه شول،خو پرون بین کرافټ هم د اسټرالیا په لوبډله کې د انګلستان خلاف د معتبره ټېسټ سیریز (ایشیز)لپاره لوبډله کې اعلان شو.
تر دې اعلان وروسته دغه ځوان لوبغاړي بین کرافټ اي اېن پي اېس کریکنفو ویب پاڼې تر د خوښۍ د اظهار پر وخت ،خپل د زړه غوټه خلاصه کړه.
دا زما لپاره د خوښۍ شیبه ده،چې یو ځل بیا بېرته نړیوال کریکټ ته راځم،خو دلته ځینې لوی کارونه زما په مخکې دي،باید چې یې وکړم.
زما لپاره غوره وه،چې سخت کار مې وکړ او بېرته بیا راغلم. بلې! ما هڅې جاري وساتلې او خپل هدف مې تعقیب کړ.
نوموړی خپل تېر عمل که په خوله غندي نه،ولې بار بار یې له خبرو محسوسیږي،چې سخت پرې پیښمان دی.
دی وایي:
“په حقیقت کې زه وخت چیلېنج کړم،خو دا مهمه ده،چې پر خپل مخکې تګ فکر او کار وشي،ته به دا زده کړې،چې څه باید وکړم،څه مهم دي ،د خپل اینده لپاره.که له ما د تېرو اتلس میاشتو مخکې حالت وپوښتې،دا وروستی پېښه وه زما د دماغو لپاره.
سره له دې چې له نوموړي که په عموم کې د اسټرالیا د کریکټ په اینده باندې پوښتنه وکړې،بین کرافټ بیا هم پر ځان غږیږي:
هیڅ دلیل نشته،چې زه دې دغه وخت د ځان لپاره ښه وم،ما له ځانه سره هیڅ ښه ونه کړل،خو دا مهم وخت دی؛چې ما له تېروتنې زده کړه وکړه،کله چې ورځ پای مومي او ته فکر وکړې،چې نن ما په عمل کې څه وکړل او د کریکټ لوبه باید یوه لوبه وي.
بل لور ته ژوند دی،دا مهمه ده،چې ښه توب ته میلان وکړو.
خلکو زما په اړه هر څه وویل،تېرې اوولس او اتلس میاشتې زما د ژوند هغه اړخ و، چې هر څه پکې رامخ ته شول.موږ دری واړه،سمېت وارنر او زه په دې پوه شو، چې تېروتنه باید ونه شي.
بین کرافټ له دې تېروتنې او ضربې سره، سره بیا هم تسلیم شوی نه دی وایي:
“ما په خپل ځان کار وکړ،دې ته مې پام وکړ،چې څنګه توپ وهنه وکړم،زما بېټ کوم لور ته ځي او د ښه والي لپاره یې څه ته ضرورت دی.
له تېرو زده کړه، له تا سره په راتلونکي کې مرسته کوي.”
بینکرافټ به یو ځل بیا د اسټرالیا کریکټ ملي لباس پر تن، لوبغالي ته ښکته کیږي.
وړمه ورځ د اسټرالیاوي کریکټ بورډ ټاکونکي کومیټې د انګلستان خلاف ټېسټ لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چې همدا بین کرافټ د سټیو سمېت او ډیوېډ وارنر تر څنګ په لوبډله کې شتون لري.