وړاندې له دې چې مور یا پلار شئ، له دې ښارونو لیدنه وکړئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نسیمه محمدي
که وس او وخت لرئ دا ټکي عملي کولی شئ:
له اولادونو پرته اېټالیا او فرانسې ته سفر!
د اروپا ښکلې وچې د ښکلاوو لیدلو لپاره، دوه لارې شتون لري: لومړۍ لاره د اولادونو سره سفر دی، چې په دې سره به ستاسې سفر متفاوت وي. هر څو که اروپا د ماشومانو لپاره مناسبه سیمه ده او د سېل لپاره ډېرې منظرې لري. دوهمه ټاکنه، له اولادونو پرته او کله چې تاسې مجرد یا اولاد نلرئ او کولای شئ ډېر وخت ځان ته ځانګړی کړئ، لاړ شئ. څه وغواړئ اروپا کې په مېلمستیاوو لاړ شئ یا په آرام او چوپو ځایونو کې وخت تېر او د ژوند تر پایه دا خاطرې له ځانه سره ولرئ، سلګونه ښارونه شتون لري. په دې سفر کې تاسې باید د ساحل په غاړه پلی تګ نیمه شپه د ایفل برج لیدل او د سینمایي ستورو سره د لیدلو په اړه فکر وکړئ.
images (2).jpg
چېلنټو، اېټالیا
د چېلنټو Cilekto ساحلي ښار د کوچني او ښکلي خلیج سره، په زړه پورې د ساحلي کلیو، د اروپا د لیدلو وړ ښارونو څخه دی. د توریستۍ له نظره، چېلنټو د ماشومانو د لوبځایونو په نه درلودلو او د سېلانیانو د کم شمېر له امله کمه ګڼه ګونه لرونکی دی له همدې امله غوره ده له واده وړاندې له دې ښار څخه لیدنه وکړئ. که په چېلنټو کې د رومانتیک او عاشقانه ځای په لټه کې یئ، د چېلنټو ملي پارک ته لاړ شئ، ښکلي پیاده رو او غرنۍ ښایسته کوټو څخه د لیدنې پر مهال د موترزای خوندور پنېر خوړل، چې د ژوند تر پایه به یې خوند هېر نکړئ، ورتګ مه هېروئ. چېلنټو د ښکلو ګلانو، نهرونو او ځړوبي په درلودلو شهرت لري. د طبیعي ښکلا له اړخه به په دې پارک کې هېڅ کمې احساس نکړئ. د دې تر څنګ د دې ښار د تاریخي ځایونو لیدل هم له هېجان خالي ندي.
images.jpg
پاریس، فرانسه
د پاریس ښار د نړۍ د خیالي او تخیلي ښار په نوم شهرت لري، او له دې ښار څخه د لیدنې وخت له واده وړاندې دی. د خپل نامزد سره مینه ناک او له دغدغو پرته قدم وهلو او د لمر د غروب ننداره وکړئ. د ایفل برج څخه د ورځې یو ځل لیدنه وکړئ او بیا د شپې نیمایي برخه کې دې ځای ته په ورتګ سره د رڼا ګانو په شتون کې د ښکلې منظرې او استثنایي انځور لیدلو څخه لیدنه وکړئ.
وخت مو له اندېښنې او وسوسې پرته د ښکلو موزو په پښو کولو سره د د دې ښار په تاریخي برخه کې تېر کړئ. د ساعتونو، ساعتونو لپاره د سړک تر غاړې په یوه کافه کې کېنئ او قهوه مو په خوند، خوند وڅښئ. د لارویانو ننداره وکړئ او یا هم د دې ښار لویو او کوچنیو مغازو ته سر ورښکاره کړئ. د ډوډۍ خوړلو لپاره پنځه ستوري رستورانت ته لاړ او په ډبرو فرش شويو لارو او سړکونو کې تم کېدو سره خیالي شېبې تجربه کړئ. یواځې په دې صورت کې به تاسې وکولای شئ پوه شئ پاریس تر کوم حده ځانګړی او ښکلی دی.