‌نیشه د سر تېشه؛ هند کې شرابو ۸۴ کسان وژلي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په پښتو کې یوه اصطلاح کاریږي، چې وایي په نیشه کې یې تېشه ووهل شوه.
دا خبره که په هر نیت وي، خو په هند کې د همدې خبرې له روښانه او لفظي مانا سره سم د ځینو په نیشه کې څه چې په سر کې تېشه وهل شوې ده.
د بدلو شرابو زوی
د هند په آسام ایالت کې د بدلو شرابو د څښاک له وجې ۸۴ کسان وژل شوي.
د یاد شوي ایالت د روغتون چارواکو دوی ته د ۲۰۰ نورو ناروغانو د ور وړل کیدو هم ویلي.
ویل شوي دا ناروغان هم د بدلو شرابو د څښاک له کبله بستر شوي.
د روغتون یوه ډاکټر ویلي، چې بستر شوي ناروغان یې د نس له ډېر درد څخه شکایت کوي.
د دې ترڅنګ مسلسل استفراغ او د خولې د خوند خرابوالی یې نور شکایتونه دي.
د شراب پلورونکي نیول کیدل
د آسام ښار د سیمه ییز حکومت مشر سارباناندا سونووال د یادې پېښې په اړه د جدي پلټنو امر کړی.
پولیس چارواکي وایي، چې د دغو شرابو پلورونکی نیول شوی او د دوو مالیاتي چارواکو دندې هم له دې کبله ځنډول شوي، چې ولې یې د بدلو شرابو دغه پلورونکي ته د کار جواز ورکړی.
bootleg liquor 6ccfe4b301f35b55f0e263551fe1c7efa9215bef ‌نیشه د سر تېشه؛ هند کې شرابو ۸۴ کسان وژلي
د اوترا پردیش پېښه
دوه اونۍ مخکې د هندوستان په اوترا پردیش او اوتاراکند ایالتونو کې د بدلو شرابو د څښاک له کبله څه باندې سل تنه مړه شوي وو.
هند د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې شراب څښل پکې ازاد دي.
دا کار سبب شوی، چې د غریبې طبقې خلک اکثره د اصلي شرابو د وس نه لرلو له وجې ارزانه او بدل شراب وڅښي.
اټکل کیږي، چې هر کال زرګونه تنه په دغه هېواد کې د بدلو شرابو له کبله مړه کیږي.
هندیان د کال ۵ میلیارد لیتره شراب څښي، چې د دې شرابو تر ۴۰ سلنې یې په ناقانونه توګه تولیدیږي او د بدل والي احتمال یې زیات دی.