څېړنه: چپ لاسي د ولسمشر کیدو زیات چانس لري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړن: بشر دروېش
په اسلامي او افغاني ټولنه کې په عام ډول ښي لاسو( هغوی ته چې لیکل او نور زیات کارونه یې په ښي لاس ترسره کیږي) په ښه سترګه کتل کیږي او برعکس هغوی ته ښه نظر نشته، چې له چپ لاس څخه زیات کار اخلي.
خو څېړنې ښيي، چې له چپ لاس څخه زیات کار اخیستونکي د ښي لاسو په پرتله ډېر بریالي دي.
د څېړنې جزیات
په ۲۰۰۶ کې په دې اړه د لافایت پوهنتون څېړونکو په دې اړه څېړنه کړې ده.
دوی موندلې، چې په عامه توګه هغه اکاډمیک کسان، چې له چپ لاس څخه زیات کار اخلي د ښي لاس د زیات کاروونکو په پرتله زیات بریالي دي.
د څېړنې له مخې کیڼ لاسي خلک د ښي لاسو په پرتله له ۱۰ تر ۱۵ سلنې زیات بریالي دي.
د دغه نظر لرونکي څېړونکي لئوناردو داوینچي، بیل گیټس، ارسطو او ماری کوري د خپلې ادعا د مستندو شخصیتونو په توګه یادوي.
دغه کسان هم چپ لاسي وو/ دي.
دلته به د چپ لاسو د نورو خصوصیاتو په اړه هم معلومات درکړو:
د نابغه توب احتمال
په نړۍ کې لږ خلک چپ لاسي دي. د ارقامو له مخې د ټولو انسانانو نیږدې ۱۰ سلنه چپ لاسي دي.
له دې سره د څېړونکو وړاندوینه دا ده، چې په چپ لاسو خلکو کې د نابغه توب احتمال زیات دی.
څېړونکي وایي چپ لاسي د ښي لاسو په پرتله د ذکاوت له مخې ۲۰ سلنه زیات ذهین دي.
چپ لاسي او هنر
د روان پوهنې د یوې امریکایي مجلې په څېړنه کې راغلي، چې چپ لاسي خلک د ښي لاسو په پرتله زیات خلاقیت لري.
د دوی خلاقیت په هنري برخه کې زیات پیش بیني شوې ده.
ویل شوي موسیقي، ورزش او اطلاعاتي ټیکنالوژي هغه برخې دي، چې چپ لاسي د نورو په نسبت زیات پکې مخکښان دي.
د ولسمشرۍ چانس
د امریکا څو ولسمشران بارک اوباما، بیل کلینټن او جورج بوش کيڼ لاسي وو.
د سیاستوالو په اړه وړاندوینه دا ده، چې چپ لاسي یې تر نورو زیات پرخپلو مخاطبینو اغېز کوي او د ولسمشرۍ چانس یې زیات دی.
چپ لاسي ورزشکاران
چپ لاسي په ورزش کې هم خاص مقامونه لري. ټینس، بدمینتون او سوک وهنه هغه ورزشي برخې دي، چې چپ لاسي پکې د زیات ځلیدو چانس لري.
د څېړنو له مخې لږ ښي لاسي ورزشکاران په دغو ورزشي برخو کې د چپ لاسو مقابلې ته زړه ښه کوي.