د رښتيني ژوند ۱۰ په زړه پورې او نه باوریدونکي حقايق

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پرديس
که تاسو فکر کوئ چې ژوند اسانه دی، تېروتي ياست. ژوند اسانه نه، بلکې ستونزمن دی. همدا انسانان دي چې په خپلو فکرونو، خبرو، کړنو او چلندونو ژوند د ځان لپاره اسانه کوي.
په دې ليکنه به د رښتيني ژوند ۱۰ په زړه پورې او نه باوروونکي حقايق تاسو ته وړاندې شي:
۱) يوازې خپل ځان سره مو رقابت وکړئ.
هرکله چې متوجه شوئ چې خپل ځان مو له همکار، ګاونډي، ملګري او يا هم يو مشهور کس سره پرتله کوئ؛ نو له دې کار څخه لاس واخلئ. تاسو بايد دا درک کړئ چې متفاوت ياست او متفاوتې وړتياوې لرئ، هغه وړتياوې چې دغه خلک يې نلري. وخت ته منتظر پاتې شئ او يوه شېبه د ټولو هغو وړتياو په اړه مو فکر وکړئ چې لرئ يې او د هغې لپاره شکر ګزاره واوسئ.
۲) تاسو نشئ کولی چې هغه پېښې کنټرول کړئ چې ورسره مخ کېږئ.
هو! دا ناممکنه ده چې د ټولو هغو پېښو مخه ونيسئ چې ورسره مخ کېږئ، خو کولی د هغو پېښو پر وړاندې خپل غبرګون کنټرول کړئ. د انسانانو ژوند مثبت او منفي اړخونه لري، دا چې تاسو خوښ واوسئ يا نه، دا دې پورې اړه لري چې تاسو د ژوند په کومې برخې تمرکز کوئ. د بېلګې په ډول: آيا رېزش يا زکام ياست؟ دا يو موقتي ويروس دی چې د سلامتپا لپاره مو هېڅ تاوان نلري. د باسکېټبال کومه لوبه مو بايللې؟ هېڅ خبره نشته، کورته لاړ شئ او د خپلې کورنۍ سره مو يو څو شېبې په خوښۍ تېرې کړئ. آيا يه سوداګرۍ کې مو تاوان کړی دی؟ هېڅ خبره نشته! درس او تجربه ترې واخلئ. مطلب دا چې، په ځان مو کنټرول ولرئ او حالاتو ته مه تسلېمېږئ.
۳) ژوند اسانه نه دی.
دا ومنئ چې ژوند اسانه نه دی. که تاسو په دې تمه وئ چې داسې به وي، نو يوازې به د خپلې ناهيلۍ لامل شئ. په ژوند کې هر ارزښت لرونکي څه ته رسېدل، ستاسو هڅو ته اړتيا لري. هڅه وکړئ چې هره ورځ مو د چمتووالي سره پيل کړئ، هره ورځ مو بايد د تېرې ورځې په پرتله متفاوته او غوره وي. دا هم مه هېروئ چې هڅې مو بايد موخو سره همخوانه وي. هو! ژوند اسانه نه دی، خو په هڅې او غښتلي هوډ سره يې اسانولی شئ.
۴) راتلونکی به مو روښانه وي.
که تېر او پخوانی وخت مو هر ډول و، خو راتلونکی مو تر دې دمه يوه لَکه هم نلري. د ژوند هره ورځ مو د تېر په بدو يادونو او خاطرو مه پيلوئ. پرون پرون و او نن نن دی. هره ورځ يو نوی پيل دی. هر سهار چې له خوبه پاڅېږئ، د پاتې ژوند لومړنۍ ورځ مو ده. د پخوانيو او تېرو ستونزو د هېرولو يوه اسانه لار دا ده چې، ټوله پاملرنه مو په هغه کار وکړئ چې خپله به مو په راتلونکې کې ترې منندوی واوسئ.
۵) بندي شوي نه ياست.
يوازې دا اړينه ده چې ځيني څيزونه بياځلې زده کړئ. موږ ټول يو لړ شکر او ترديدونه لرو چې موږ ته د اسارت احساس راکوي. که د يوې مهمې پرېکړې د نيولو لپاره پر خپلې وړتيا شک لرئ، نو دا په پام کې ولرئ: پرته له شکه که الوتونکی د خپلو سالمو وزرونو سره په يوه قفس کې ايسار شي، نو د پرواز لپاره به پر خپلو وړتياو شک وکړي. تاسو تر دې دمه وزرونه لرئ، خو د پرواز لپاره مو عضلې کمزورې شوې دي. هغو ته تمرين ورکړئ او ارامه واوسئ. ځان ته مو وخت ورکړئ. پرته له شکه چې تاسو کولی شئ بياځلې پرواز وکړئ.
۶) په ژوند کې هرڅه دوه اړخونه لري.
يو ښه دليل شته چې ولې نشو کولی پرته د درد له احساس څخه لذت او خوند تجربه کړو. خوښي پرته له ناراحتۍ، اعتماد پرته له ډار، ارامښت پرته له بېقرارۍ، پرمختګ پرته له زړه سوړوالي څخه ناممکن دي. ژوند د سکې دوه مخونه دي. څه به بايلئ چې بل څه لاس ته راوړئ.
۷) تل د انتخاب حق لرئ.
که هر ډول شرایط وي، نو تاسو تل دوه انتخابه لرئ. که ونشئ کولی چې څه ته په فيزيکي بڼه بدلون ورکړئ، نو دا خو ممکنه ده چې په اړه يې فکر ته مو بدلون ورکړئ. کولی شئ چې په توره تياره کې کښېنئ او څو شېبې مو د ځان په اړه فکر وکړئ او خپلې دروني وړتياوې مو ومومئ. يوه پېښه کولی شي ستاسو لپاره د يو نوي څه د زده کولو بلنه وي.
۸) نورو ته هم لاره ورکړئ.
کله چې په تياره کې ياست، نورو ته لاره ورکړئ چې دننه راشي. ښايي هغوی ونشي کولی چې تاسو د تيارو له تل څخه راوباسي، خو د دننه کېدو پر مهال چې کومه رڼا له ځانونو سره راوړي؛ کولی شي چې تاسو ته دا وښيي چې په کوم ځای کې ياست.
۹) که منفي پوښتنې وکړئ، نو منفي ځوابونه به لاس ته راوړئ.
د ( ولې زه؟ )، ( ولې زه نه يم )، ( څه به شوي و که؟) لپاره هېڅ مثبت ځواب نشته. آیا چاته اجازه ورکوئ چې هغه ناخوښوونکې پوښتنې چې کله ناکله يې له ځانه کوئ، له تاسو څخه وکړي؟ مطميناً چې نه. نو غوره ده چې له دې پوښتونو څخه لاس په سر شئ او پر ځای يې هغه پوښتنو ته وکړئ چې مثبتې وي. د بېلګې په ډول: ( ما له دې تجربې څخه څه درس واخېست؟ )، ( زه به څه څيزونو کنټرول لرم ؟ )، ( د مخکې تګ لپاره څه کولی شم؟ ).
۱۰) پای ته رسېدل، يو نوی پيل دی.
ځان سره مو ووايئ: ( ښاغلی پخوانی او تېر وخته! د هغو ټولو درسونو په اړه چې ماته دې راکړي دي، منندوی دې يم. ښاغلې راتلونکې دورې زه چمتو يم! ).