د ښکلا لپاره د بې کفیته درملو زیانونه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

تاسو چې، انټرنیټ استعمالوۍ هرو مرو به مو د آنلاین توکو د اعلاناتو پاڼې ترسترګو شوي وي.
په همدې اړه څو خبرې:
۱. هغه توکي چې آنلاین پلورول کیږي
په انټرنیټ د ډیرو توکو اعلانات د هر چا مخې ته راځی خو هغه چې موږ ترې یادونه کوو عبارت دي له: د قد د جیګیدو درمل، د پوستکي د ښکلا بیلابیل کریمونه، او د وچیدو او چاغیدو درمل…
۲.د قد د جیګیدو نومي درمل
تاسو چې فیسبوک کاروۍ هرومرو به مو د قد د جګیدو اړوند تجارتي درملو اعلان په مخه راغلی وي.
دا درمل کیمیاوي مواد دي چې، له ګټو يې زیانونه ډیر دي، ډاکتران په دې عقیده دي چې، د قد د جیګیدو نومي درمل ډیر زیانونه لري.
ددې درملو استعمال د وخت په تیریدو سره د شکر ناروغي، د وینې لوړ فشار او په مېرمنو کې د شنډوالي سبب ګرځي.
۳. د پوستکي د ښکلا بیلابیل آنلاین توکو استعمال
په آنلاین ډول د پوسټکي د ښکلا په پلمه بیلابیل توکي پلورل کیږي، ډاکتران ددغو کیمیاوي توکو استعمال څخه هم هیوادوال منع کوي.
د مخ د پوستکې طبعي ښکلا په بشپړه د لمنځه وړل، په مخ ګونځې پیدا کول، په مخ بیلابیلې رټې او دانې پیدا کیدل هغه بد عواقب دي چې، ډاکتران يې په مخ د ښکلا په پلمه په یو او بل نوم د کیمیاوي موادو د استعمال لامل بولي.
۴. د چاغوالي او وچوالي کپسولونه
په انټرنیټ به مو د نورو درملو ترڅنګ د وچوالي او چاغوالي کپسولو ته هم پام شوی وي او زما په آند دا نو بیا تر ټولو ډیره ګرمه موضوع ده او پدې هم باوري یم چې دا کپسولونه به نسبت نورو هغو ته ډیر مینوال لري.
ډاکتران وايي:
ددې کیمیاوي موادو استعمال په بدن کې، د وخت په تیریدو سره د ځینو مالیکولونو کمښت، د هډوکو کمزوري، عصبي او رواني ناروغۍ او دې ته ورته نورې ناروغۍ پیدا کوي.
د پام وړ!
د عامې روغتیا وزارت د دوا په نوم په آنلاین ډول د کیمیاوي موادو د استعمال څخه د مخنیوي په خاطر څو، څو ځلې اطلاعګانې خپرې کړي او هیوادوالو ته يې د نه استعمال سپارښتنه کړې.
مشوره:
که غوارۍ سالم بدن ولرئ نو خپل غذايې رژیم مو منظم کړئ، ترڅنګ يې منظم سپورټ او د ضرورت په اساس له ډاکټر سره مشوره وکړئ.