مسولیت منل په ټوله کې یو ستونزمن انساني کار دی، خو په دې پېړۍ کې چې ورځ تربلې فردپالنه پياوړې کیږي، دا کار بیخي ستونزمن شوی.
د مسولیت منونکي کیدو په برخه کې یو مهم بحث دا دی، چې انسانان باید له ماشومتوبه د مسولیت منلو له روحیې سره وروزل شي.
په دې برخه کې مور و پلار مسول دي، چې د ټولو اولادونو او له هغې ډلې د لوڼو په بامسولیته روزلو کې فعال رول ولوبوي.
ولې یې بامسولیته وروزو؟
د یوه انسان بامسولیته کول د ټولې ټولنې د بامسولیته کیدو پر لور اقدام دی.
د ټولنې د بامسولیته کولو لپاره موږ ټول مسول یوو او باید دا مسولیت ترسره کړو.
د نجونو بامسولیته روزل په افغانستان کې ښایي ځینو ته په ټولنیز لحاظ هم چندان مهم ښکاره نه شي او فکر یې دا وي، چې نجلۍ خو یا د کور یا د ګور ده، پر بامسولیته روزلو یې ولې تمرکز وشي؟
خو داسې نه ده او نه باید دغسې فکر وشي.
څومره چې زوی پر مور و پلار حق لري، ترهغې زیات د لور حق شته، خو کم نه!
که څوک فکر کوي، چې د نجلۍ رول به د ټولنې په سمون او بدلون کې مهم نه وي، هغه لویه تېروتنه کوي.
باید هېر نه کړو، چې همدا ماشومه نجلۍ سبا د دې ټولنې یو مطرح شخصیت کیدای شي او که له کوره د باندې یې هیڅ حضور نه وي، د ښې روزنې له وجې یې یوه پیاوړې مور کیدای شي او دا مور بیا پياوړي اولادونه او رهبران روزلی شي.
بامسولیته یانې څوک؟
بامسولیته خلک درې لویې ځانګړنې لري:
ـ ویښ وجدان لري.
ـ پر ځان مطمین وي.
ـ د هغو اصولو تطبیق ته جدي وي، چې له مخې یې روزل شوي وي.
هغه کورنۍ چې خپل ماشومان د دغو اصولو له مخې ونه روزي، د ښو پایلو تمه هم له خپلو اولادونو نه شي کولای.
بامسولیته روزنه بامسولیته اولادونه او نېک نامۍ او بې مسولیته روزنه یا د اولاد روزنې ته نه پاملرنه بې مسولیته او بدنامه اولادونه رامنځته کوي.
څنګه یې بامسولیته وروزو؟
ـ د ماشومانو مخکې مو با مسولیته چلند وکړئ. تاسې اول خپله بامسولیته شئ، بیا هغوی نه د بامسولیته کیدو تمه ولرئ.
ـ ماشومانو ته مهالوېش وټاکئ، حساب ورنه وغواړئ، ځینې مسولیتونه (درس، د کور کار کې مرسته، ورزش…) ور وسپارئ او د پایلو پوښتنه ورنه وکړئ.
ـ ماشومانو ته واړه کارونه وسپارئ، نظر یې واخلئ او د کوچنیو کارونو په ترسره کولو کې واک ورکړئ، چې مبتکر او پرځان متکي وروزل شي.