خوښ اوسیدل مهارت دی چې زده کولی یې شئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: غازي عابد
– هر انسان نیمګړی دی. که کله تیرو بدو عاتونو او منفي ګرايي ته وګرځیدئ یا منفي ګرا شوۍ، نو هڅه وکړئ، تیر مثبت کړه وړه، د خوښۍ خوشبینۍ وختونه او هغه فایدې چې له دې لارې درته رسیدلي، رایادې کړئ او دا حالت دفع کړئ.
همداراز بې وزله او بې لارې چارې نه یاست، ځکه کولی شئ هغو کارونو، خلکو او سرچینو ته مخه کړئ چې بیرته مثبت فکر درکولی شي، لکه مثبت کارونه، له نیکو او ښو خلکو سره ناسته او داسې نور… که داسې مو وکړل، نو شرایط دربدلولی شي.
– کله چې په ښيښه کې ځاته ګورئ نو په مسکا او خندنۍ څیره وګورئ. د مخ پيژندې د نظرې په اساس دا کار په خوښ اوسیدو او د مثبتو فکرونو په پیدا کیدو او ډیریدو کې درسره مرسته کوي.
– په ژوند کې دواړو؛ مثبت او منفي ټکو ته مو پاملرنه وکړئ او په دواړو کې مو پر مثبت اړخ او ټکو ډیر تمرکز وکړئ.
– که چیرته غواړئ په یوه مشخصه برخه کې خوشبین و اوسۍ، هڅه وکړئ په هماغه برخه کې ډیر تمرکز وکړئ. که دلته مو مثبت څه ترلاسه نه شول کړی، په بل کار لاس په کار شئ، خو د بریا خوښي، خوشبیني او مثبت فکر مه بدلوئ، ادامه ورکړئ.
– په ټوله کې په ژوند کې د خپلو چارو او فعالیتونو په اړه تل خوشبینه او مثبت اوسئ، ځکه که خوشبیني ولرۍ او مثبت اوسئ، هم به مو له تشویشه ځان خلاص کړی وي او هم به مو ژوند هر اړخیز ښکلی وي.
– په پای کې دا چې؛ که داسې تل منفي، خفه، تروش او ناخوښه اوسئ هم ژوند تیریږي او که ونه اوسئ هم ژوند تیریږي، ولې بیا دا ژوند په خوشبینۍ، نیکرغۍ، مسکا او خوښۍ تیر نه کړو.
لیکنه: ویکي هوو