په اسټرالیا کې د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ سوداګریزو سیالیو کې د ملبرن سټارز لوبډلې وروسته ملبرن رینیګیډز لوبډله هم پرون د اتم پړاو پای لوبې ته ولاړه.
د دغه ۲۰ اوریزه لیګ سیالیو د څه باندي دوه میاشتي انتظار وروسته ۴ لوبډلې نیمه پای لوبو ته ورسیدې، چې په لمړۍ نیمه پای لوبه کې ملبرن سټارز لوبډلې د هوبرټ هریکنز خلاف د بریا په خپلولو سره د سږ کال پای لوبې ته لار پیدا کړه او ورپسې په دویمه نیمه پای لوبه کې د افغان الرونډر محمد نبي عیسی خیل اړوند ملبرن رینګیډز لوبډلې د سډني سیکسرز لوبډلې څخه د سیالۍ په ګټلو سره فاینل ته ورسیده.
افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش دغه سیالیو کې د دویم ځل لپاره د ملبرن رینګیډز لوبډلې په ګټه ولوبید، چې په خپل شتون کې یې د لوبډلې لپاره په بریاوو کې ستر رول ولوبوو، خو د نیمه پای لوبې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ خلاف کیدونکو سیالیو لپاره د افغان کرکټ بورډ په بلنه هېواد ته راستون شو، تر څو له خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شي.
د بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالیو دا پړاو لوبې چې د تیرې ډیسمبر میاشتې به ۱۹ مه نیټه د اسټرالیا په بریسبان کې پیل شوې؛ پای لوبه یې د سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.
ملبرن سټارز لوبډله لا د وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې یو ځل د اتلولۍ جام ګټلو په موخه پای لوبې ته رسیدلې وه، چې د سډني تندرز لوبډلې لخوا په ماتې یې دویم مقام خپل کړی و، خو ملبرن رینیګیډز لوبډله بیا د لمړي ځل لپاره سږ کال د دغه سیالیو پای لوبې ته ورسیده.
د ۲۰۱۹ م کال دې ځل سیالیو کې د تیرو ۳ پړاونو اتله او ۵ ځلې پای لوبې ته رسیدونکې پرت سکارچرز لوبډله د تیر کال اتلې آډلایډ سټرایکرز په څیر له وړاندې دې لیګ څخه بهر شوه او ترڅنګ یې د یو یو ځل جام ګټونکې بریسبان هیټ، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې هم له مخکې تګ څخه پاتې شوې.