د اسټرالیا د کورني کرکټ (BBL) یا بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ ، چې د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه د اسټرالیا په ملبرن کې پیل شوې دي؛ اوس مهال ورستۍ مرحلې ته رسیدلې دي.
د سیالیو ۸ ګډون کونکو لوبډلې (آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز) د روانې فیبرورۍ میاشتې تر ۱۰ مې نیټې پورې دوه ځل یو بل سره مخامخ شوې، چې ترې د هوبرټ هریکنز، ملبرن رینیګیډز، مبلرن سټارز او سډني سیکسرز لوبډلې دویم پړاو ته ورسیدې.
د ۳ ورځینۍ دمې وروسته د اتم پړاو دغه لوبې نن په لمړۍ نیمه پای لوبې سره بیا پیل شوې، چې پکې هوبرټ هریکنز لوبډله د ملبرن سټارز لوبډلې خلاف سیالۍ کې مخ ده او ترې ګټونکې لوبډله پای لوبې ته رسیږي.
همدا راز د سبا ورځ دویمې نیمه پای لوبه کې به د محمد نبي عیسی خیل په نشتون کې ملبرن رینګیډز لوبډله د سډني سیکسرز خلاف پای لوبې ته د رسیدو په موخه سیالۍ کې مخ کیدونکې ده، چې بایلونکې لوبډله به دغه لیګ څخه رخصت اخلي.
د سږ کال بیګ باش ۲۰ اوریزه سیالۍ د افغان لوبغاړي راشد خان په شتون کې د تیر کال اتلې آدلایډ سټرایکرز لوبډلې په بریا سره پیل شوې وې، خو په ورسیتو کې دغه لوبډله له مسلسل ماتو سره مخ شوه او مخکې تګ څخه بې برخې شوه.
افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل په دغه سیالیو کې د ملبرن رینګیډز لوبډلې سره ملتیا کوله، خو په ورانه میاشت کې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ کیدونکو سیالیو ته د افغان کرکټ بورډ په بلنه هېواد ته راستون شو.
بل افغان سپینر مجیب الرحمن هم په خپل شتون کې د بریسبان هیټ لپاره ګتورې لوبې ترسره کړې، خو په وروستۍ سیالۍ کې د سډني سیکرز لوبډلې په بریا سره یې لوبډله په ټیټ رن ریټ سره د مخکې تګ څخه پاتې شوه.
د یادونې وړ ده، چې د دغه لیګ سیالیو په ترسره شویو ۷ پړاونو کې ۳ ځل پرت سکارچرز او یو ځل د بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی، خو سږ کال یې ګټلو ته هوبرټ هریکنز لوبډله نسبت نورو ته پیاوړې ښکاري.