راپور بشر درویش
د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۴۵۹میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ اووه مورده پورونه منظور شوي څلور مورده یې د بامیان کوپراټیفونو اړوند دي، چې په کې بېلابېلې برخې له ډلې د اوړو د تولید په پار د غنمو پېرل، د ماشینونو پېرل، د ټراکټورونو او کرنیزو توکو پېرل، په بامیانو کې د کچالو د کرکېلي په پار د کچالو تخمونه او کیمیاوي سرې پېرل، صادراتو لپاره وچې مېوې پېرل او پر بزګرانو نغدې پیسې وېشل شامل دي.
دکرنې په وزارت کې د کرنې د پراختیا د صندوق د پورونو د منظوری د کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست او د پورونو د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ او د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس او د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.
د کرنې د پراختیا د صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور اووه غوښتنې ور وپېژندل او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.
بزګران نه دي هیر شوي
د کرنې د پراختیا صندوق اجرایي رییس ډاکټر ایمل ارمان، چې ددې پور ورکوونکی ده وایي، چې په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دی هېر کړئ او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي په ځانګړې توګه د بامیانو د کوپراټیفونو یو زر او ۵۰۰ غړو ته چې هر کال دغو پورونو ته سترګې په لار وي.
د کرنې د بنسټ د پیاوړتیا هڅې
سرچینه وايي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې یاد صندوق د کویډ-۱۹ یا کرونا ناروغۍ له خپراوي څخه د مخنیوي په پار د ګرځ بندیز سره سره د کرنې د ودې او پراختیا په پار له هیڅ ډول هڅې نه دي په شا شوي او هلې ځلې کوي، چې د امکان تر کچه په روان فصل کې د کرنې بنسټ پیاوړي شي.
دا بنسټ څه شی دی او څه کوي؟
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه بزګرانو ته ۱۰.۸ میلیارډه افغانۍ پورونه ورکړي او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۴ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۴۷زره او۸۹۲بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
دمګړۍ د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې دی او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.
باید وویل شي، چې د کرنې د پراختیا صندوق بودجه نړیوال پراختیایي ادارې «USAID» له خوا ورکول کیږي.