که اساسي بدلون غواړئ نو له دې دروغو او ځان غولوونې سره مخه ښه وکړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ځيني وختونه سربېره پر دې چې مينه لرو خپل ژوند کې بدلون راولو، خو داسې اساسي او بې بنسټه دروغ ځان ته وايو چې نه مو پرېږي خپل ژوند کې حياتي او لازم تغيرات رامنځ ته کړو. مطمينا تاسو ته به هم څو څو ځلې داسې پېښې رامنځ ته شوي وي چې تاسو غوښتي وي په ژوند کې لوی بدلونونه رامنځ ته کړئ، خو ناڅاپه يوه نامرئي نیرو ستاسو مخه نيولې وي او اجازه يې نه وي درکړې چې حرکت وکړئ؟ غواړئ چې وزن مو کم کړئ، خو هرکله مو چې غوښتي د ورزش په اړه فکر وکړئ، نو يو څه او يا هم يو چا مو حواس ګډوډ کړي دي. اراده لرئ چې بايد مطالعه پيل کړئ، خو په دې برخه کې بريالي شوي نه ياست. د زړه له تله مينه لرئ چې د رخصتيو لپاره له هېواده بهر لاړ شئ، خو تر دې مو خپلې پيسې نه دي سپما کړي.
ښايي څو څو ځلې مو له ځانه پوښتي وي چې دغه بېرحمه نيرو چې نه پرېږدي تاسو خپلو موخو ته ورسېږئ، څه ده؟ مه ناراحته کېږئ، خو دا بې رحمه نيرو بل څوک نه ده، دا تاسو خپله ياست.
ګرانه لوستونکيه دا منفي افکار چې څو څو ځلې مو اجازه ورکړې چې په ذهن کې مو تکرار شي، اوس يې ستاسو د ژوند د سناريوګانو ټول کنټرول په لاس کې اخېستی دی. دا منفي افکار په اسانۍ سره تاسو نه پرېږدي او د ژوند په هره برخه کې مو ونډه لري او ستاسو د ډېرو ماتو لپاره لار هواروي.
په دې ليکنه کې به تاسو درنو لوستونکو ته ۱۰ هغه درواغ دروپېژنو چې ستاسو ذهن يې په مختلفو موقعيتونو مغشوش کړی او د ماتې سره يې مخ کړي ياست. لومړی بايد دا دروغ پيدا کړئ او بيا يې د له منځه وړلو لپاره د دې لارښوونو په چوکاټ کې لاس پکار شئ.
۱- ډېر ستونزمن دی
احتمالاً دا تر ټولو مشهوره او زوروونکی دروغ دی چې موږ انسانان يې ځپلو ځانو ته وايو. دا دروغ مو حتی نه پرېږدي چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړئ. ( ډېر ستونزمن دی ) يانې موږ په خپل استعداد دومره باور نلرو چې هڅه وکړو او شرايط وڅېړو. هغه څه چې بايد په دې برخه کې يې زده کړو، څه دي؟ که ماته هم وخورو نو بيا مو هم خپل ځان ته دومره اجازه ورکړې چې له ماتې څخه تجربه ترلاسه کړو او خپلې هڅې ته دوام ورکړو.
۲- زه د وخت/ پيسو/ وړتيا او لازمو مهارتونو څخه بې برخې يم
کله چې غواړو بدلون رامنځ ته کړو، نو د شاوخوا په هغو کسانو تمرکز کوو چې وړاندې په دې برخه کې بريالي شوي دي. ستونزه له هغه وخته پيلېږي چې زموږ ذهن فوراً هغه قانع کوونکو دلايلو پسې ګرځي چې ولې دا خلک بريالي شوي او ولې موږ نه يو توانېدلي چې ورته برياليتوب ترلاسه کړو؟ موږ ټول متفاوت مهارتونه او وړتياوې لرو چې د ژوندانه په مسير کې زموږ د برياليتوب لاملونه برابروي، نو په همدې اساس هغه څه چې د نورو د برياليتوب سبب شوي؛ ښايي تاسو ته مناسب نه وي او يا هم برعکس. د دې پرځای چې د نورو د لويو برياو څخه د خپلو ماتو لپاره بهانې ولټوئ، هڅه وکړئ چې له برياليتوبونو څخه تجربه واخلئ او له هغو څخه د انرژۍ د ارزښت لرونکې سرچينې په توګه ګټه واخلئ او خنډونه له منځه يوسئ.
۳- اوس يې وخت نه دی
زموږ ذهن ځيني وخت غواړي چې په ځينو بهانو سره موږ ته چل راکړي. لکه: کله چې دومره پيسې پيدا کړم، کله چې هغه بل ځای ته کډه وکړم، هغه برنامه پيل کړم… نو بيا به فلاني کار ته ملا وتړم. هېڅکله مه هېروئ چې د هر کار د پيلولو لپاره ترټولو غوره وخت همدا اوس دی. نه راروانه اونۍ او نه هم کوم بل وخت.
۴- د ځان لپاره مې ډېر متاسفه يم
کله چې د ځان لپاره د تاسف احساس وکړو، نو زموږ ذهن د دې مينه وال وي چې د هغه کارونو يو فهرست ورته مخې ته راشي چې وروسته له دې غمجن تاسف څخه يې بايد وکړو يا يې ونکړو. هغه ټکی چې بايد ورته پالمرنه وشي دا دی چې، که د هغو کارونو په اړه چې تاسو ته د ارامښت احساس درکوي تغيير کړئ، نو په دې به وتوانېږئ چې په ژوندانه کې مو مثبت او جوړوونکي تغييرات رامنځ ته کړئ. د دې جملې څخه د ويلو او حتی د فکر کولو څخه هم ډډه وکړئ:( د ځان لپاره مې ډېر متاسفه يم ).
۵- مخکې مې دا کار نه دی ترسره کړی
ښايي دا مورد حقيقت ولري، خو اصلا بايد د بهانې په توکه يې ونه کاروئ او د بدلون مخه مو بايد ډب نکړي. که له دې وړاندې مو دا کار نه وي ترسره کړی، سمه ده؛ څه ستونزه نشته. همدا اوس درسره فرصت دی او چانس لرئ، لاس پکار شئ. لږ ژور فکر وکړئ چې موږ انسانان کله ناکله د خپل پرمختګ مخه د مسخره بهانو په سبب څنګه نيسو.
۶- راتلونکې ورځ شته
اجازه راکړئ چې په څرګند ډول يې درته ووايم: نه، تل راتلونکې ورځ نشته. د دې لپاره نه چې ممکن بده پېښه وشي، بلکې د دې لپاره چې فقط همدا نن ورځ شتون لري، همدا شېبه او يوازې همدا ورځ. که په رښتيا هم غواړئ چې خپل ژوند کې مثبت او ارزښت لرونکي بدلونونه رامنځ ته کړئ، نو ولې سبا ته منتظر پاتې کېږئ؟ اصلاً څه دليل دی چې بايد سبا ته منتظر پاتې شئ؟ ممکن راتلونکې ورځ هېڅ رانشي. د دې پرځای چې دا تېروتنه هره ورځ ترسره کړئ، نو همدا اوس مټې بډوهئ او په ژوند کې مو لازم بدلونونه رامنځ ته کړئ.
۷- يوازې يو ځلې بل يې ترسره کوم
که دا جمله مو يوازې يو ځلې ويلی، څه ستونزه به نه وه. خو تريخ حقيقت بيا دا دی چې ځان سره مو ووايئ: په دې پوهېږم چې دا کار ښه نه دی او مضره دی، خو يو ځلې نور يې هم ترسره کوم. منظور مو دا دی چې دورغ وايو، بهانې کوو او ځان ته چل ورکوو. کله چې دغه کړنلاره ستاسو عادت وګرځي، نو بيا ډېره سخته ده چې مخه يې ونيسئ. دا ډېر خطرناکه دروغ دی، چې له بده مرغه ډېری خلک پرې روږدي دي.
۸- علاقه نلرم چې ځان ته مې زحمت ورکړم
دا دروغ له څو اړخونو د درک وړ دی. که ونه غواړئ چې ځان ته مو زحمت ورکړئ او په ژوند کې مو بدلون رامنځ ته کړئ، نو هېڅ انګېزه به د دې کار لپاره ونلرئ. ټول څه د دې پورې تړاو لري چې تاسو څومره غواړئ يو کار ترسره کړئ. تاسو بايد دومره قوي هوډ ولرئ چې دا واړه درواغ او بهانې مو هېڅکله مخه ډب نکړي. د دې درواغو سره د مقابلې لپاره مو ځان ته انګېزه ورکړئ او تل هڅه وکړئ، که څه هم د موخو د رسېدو لپاره وړوکی ګام هم وي.
۹- استراحت ته اړتيا لرم
هو، تاسو استراحت ته اړتيا لرئ؛ خو د استراحت لپاره ځانګړی وخت وټاکئ او د بهانې په بڼه يې مه کاروئ. کاري برنامه مو داسې اوډون کړئ چې د استراحت او کار ترمنځ ټکر رامنځ ته شي. هو استراحت هم اړين دی، خو په خپل وخت کې.
۱۰- نور ماته مهمه نه ده
په ځينو مواردو کې ښايي دا جمله مو خوښه شي؛ خو ډېری وخت يوازې د دې لپاره چې لوی چلنج مو په مخ کې دی، کار مو ډېر ستونزمن دی او لا تر اوسه يې پايلې نه دي راوتلي، دا دروغ ځان ته وايئ.
په ژوندانه کې د تلپاتې بدلونونو د رامنځ ته کولو کيلي اراده او سخت کار دی. مطمينه اوسئ، که خپلو هڅو ته دوام ورکړئ؛ نو ښې پايلې به ترلاسه کړئ.