بشریت له ستر ناورین سره مخ کېدونکی دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: ملیحه ناصري

پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې د نړۍ اقلیمي ستر بدلون کولی شي نړیوال له ستر ناورین سره مخ کړي. د (اکیناوي)  د علومو او ټکنالوژۍ انسټیټیوټ پوهان, تر یو لړ څېړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې په نړۍ کې وروستي اقلیمي بدلونونه د سختو توپانونو لامل ګرځېدلی شي او ډېر وخت ته اړتیا ده څو فعالیتونه یې په وچو سیمو کې وځنډېږي.  او دا کېدی شي خرابې پایلې ولري.
هغه توپانونه چې اوس په بحر کې رامینځته کېږي, د حرارت/ تودوخې کچه یې لوړېږي, ډېر رطوبت اخلي او په هغو سیمو کې چې وچې دي لا پیاوړي کېږي.
د هوا له تودېدو سره طبیعي پېښې ډېرې ورانوونکې دي.
هغه انسانان چې د توپان د تېرېدو پر لاره پراته دي, له خورا ستونزو سره مخېدلی شي. د سختو اورښتو په پایله کې هغه سیمې د ډوبېدو له ګواښ سره مخ دي چې د سیند پر غاړه پرتې دي.
پوهانو د نویو څېړنو په ترڅ کې چې د شمالي لاتیني امریکا د توپانونو پایلې سنجولې, وویل چې دا توپانونه تر تېرو پنځوسو کلونو دوه چنده پیاوړي شوي دي.
په کمپیوټرونو کې د توپانونو د موډل جوړونې پایلو ښودلي چې د بحرونو د تودوخې د کچې د لوړېدو او سیکلونونو تر مینځ مستقیمه اړیکه شته؛ ځکه توپانونه له ځان سره ډېر رطوبت لېږدوي, څو د باران څومره والی ډېر کړي او تر دې کچې رسېږي چې بشریت ته ستره فاجعه ګرځېدلی شي.