څنګه با سليقه واوسو؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: عمران لمر
د انسان تر ټولو لويه او ښه ځانګړنه دا ده چې بايد ټولنيز واوسي. ټولنيزې اړيکې او ټولنيز شخصيت درلودل د دې عصر تر ټولو ستره غوښتنه ده او د ټولنيز اوسېدو لپاره اړينه ده چې بايد هر کس خپلې سليقې ته ډېر پام وکړي.
داسې سليقه بايد ولري چې هر شخص وغواړي له ده سره ناسته ولاړه وکړي او ترې ستړی نه شي.
د دې لپاره چې څنګه با سليقه واوسو، ځينې مهمې لارې درښيو، تر څو د ټولنې په خلکو کې د يو مهذب او باسليقه انسان په توګه وپېژندل شو:
۱- ځان پريمينځل:
هر سهار خپل بدن پريمينځئ، که هره ورځ نه وي؛ نو يوه ورځ وروسته خو خامخا دا کار وکړئ.
په دې سره به تاسې خپله روغتيا او پاکوالی تضمين کړئ او هم به با سليقه ښکاره شئ.
۲- د غاښونو پاک ساتل:
د غاښونو د پاک ساتلو لپاره بايد لږ تر لږه د ورځې يو ځل خپل غاښونه د کريم او برس او يا مسواک په واسطه پاک کړئ.
په دې سره به ستاسو غاښونه پاک او روغ وساتل شي او هم به مو د خولې بوی چې د خبرو پر وخت ترې خلک تنګيږي؛ له منځه لاړ شي.
همدارنګه له سګريټو، نصوارو او نورو نشه يي توکو له استعماله چې د غاښونو د زېړوالي او خرابېدو او د خولې د بد بويه کېدو سبب کېږي؛ ډډه وکړئ.
۳- ويښتان پاک او منظم ساتل:
خپل وېښتان هره ورځ په ښه بوی لرونکې او معياري شامپو پريمينځئ او غوړ يې کړئ.
همدارنګه د وېښتانو لوئېدو او کموالي ته هم پام وکړئ.
په دې سره به تاسې منظم او پاک وېښتان ولرئ او د خلکو د پاملرنې وړ به وګرځئ.
ګډوډ او غير منظم ويښتان ساتل د بې سليقه توب نښه ده.
۴- د نوکانو کمول:
اوږده نوکان ساتل نه يواځې د مکروبونو او ناروغيو سبب کيږي؛ بلکې ستاسې سليقې ته هم زيان اړوي.
هڅه وکړئ چې تل نوکان کم او پاک وساتئ؛ تر څو هم له ناروغيو وژغورل شئ او هم با سليقه ښکاره شئ.
۵- د جامو خيال ساتل:
تل پاکې او منظمې جامې واغوندئ؛ رنګ او ډول يې مهم نه دی؛ خو بايد پاکې او منظمې وي.
هڅه وکړئ چې لږ تر لږه دوه ورځې وروسته خپلې جامې بدلې کړئ او پاکې جامې واغوندئ؛ ځکه کله چې جامې د ډېر وخت لپاره واغوستل شي؛ نو يو ډول بوی پيدا کوي او د شاوخوا خلک ترې تکليف کېږي؛ نو د دې لپاره چې د خلکو د خوښې وړ وګرځئ او با سليقه ښکاره شئ، د جامو نظافت ته ځانګړې پاملرنه وکړې.
۶- عطر لګول:
هڅه وکړئ چې د ښه عطرونو او يا د بدن سپريو نه ګټه واخلئ. داسې عطرونه يا سپري مه استعمالوئ چې تېز يا بد بوی ولري او خلک ترې تنګ شي.
۷- جرابې:
په ژمي کې او يا که خوښېږي مو چې تل بوټان او جرابې په پښو کړئ؛ نو بايد هره ورځ جرابې بدلې او يا ومينځئ. د جرابو بوی يو ناخوښی بوی وي او د خلکو د تنګېدو سبب ګرځي.
هغه خلک چې جرابې د ډېر وخت لپاره په پښو کوي او نه يې مينځي؛ د خلکو په نظر کې بې سليقې ښکاري؛ نو که ډېره ستونزه نه وي جرابې له يوې ورځې زيات مه په پښو کوئ.
د دې تر څنګ ځينې نور مهم کارونه هم شته چې د باسليقه اوسېدو لپاره يې بايد وکړئ.
هڅه وکړئ چې پورته لارښوونې تعقيب او عملي کړئ؛ تر څو په خلکو کې د يو باسليقه انسان په توګه وپېژندل شئ.