یو له بل سره مینه ولرئ، خو کورنۍ مه هېروئ

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

ځينې وختونه خاوند/ مېرمن یو له بله داسې غوښتنې لري چې مناسبې یا د منلو وړ نه وي. دا غوښتنې خیالي بڼه لري، پر اړیکه یې منفي اغېز ښندلی شي. د یوې جوړې د غوښتنو سرچینې د دوی تجربې، کلتور، ټولنه او کورنۍ وي. ځينې تمې اکتسابي وي، دوی له بهرنیو پدیدو زده کړي وي.
هغه تمې چې دوی یې یو له بله کوي دا دي:

که موږ په رښتیا یو بل سره مینه لرو، باید تل خوشحاله هم و اوسو

دا ناسمه انځورونه ده. کېدای شي چې د جوړې یو له بل سره ډېر زیاته مینه وي؛ خو ورته وخت کې ځينې وختونه هېڅ خوشحاله نه وي. یانې نه خوښي له ګرانښت/ نه ګرانښت سره هېڅ تړاو نه لري. په ورځني ژوند کې امکان لري چې داسې پېښې وشي چې د دوی د نه خوښۍ لامل شي، خو دا مانا نه لري چې ګڼې مینه یې ختمه شوې ده. که څوک یو بل سره مینه ولري، دا هم درک کولی شي چې نه خوښي د دې لامل نه شي کېدی چې خاوند له مېرمن/ مېرمن له خاوند سره مینه ونه لري.

موږ باید د هر څه په اړه یو بل ته ووایو/ رښتیني و اوسو

په اړیکه کې صداقت اړین دی، خو دا هم نشي کېدای چې دوی دې د هرې خبرې/ کار په اړه یو بل ته ووايي. دا کار د دې لامل کېږي چې د تېر ژوند ځينې داسې مسایل یو بل ته بې پردې ووايي چې اوسنی سم ژوند یې په تېرو یادونو ورخرابه شي. خاوند/مېرمن باید یو بل ته دروغ ونه وايي؛ خو داسې دې هم نه کوي چې هر څه ورته ووايي.

موږ چې یو بل سره مینه لرو، هر چېرته باید یو بل سره یو

ځينې کسان چې دا ډول انځورونې لري، یا احساس کوي چې تل باید په هر ځای/وخت کې یو بل سره جوړه-جوړه وګرځي، دا باورونه یې ناسم دي.  ځينې ځایونو کې مهمه نه ده چې خاوند له مېرمنې یا هغه له ده سره وي. کله کله اړتیا وي چې یوازې چېرته لاړ شي. یوازې تلل نه، په کور دنننه هم له اروايي پلوه اړتیا وي چې څو شېبې یوازې کېني.

موږ باید مشخص کړو چې په دې شخړه کې پړ څوک و؟

د خاوند او مېرمنې ترمنځ په ځينو خبرو شخړه راځي. مهمه نه ده چې هرومرو دې یو پکې ملامت وي. ځينې وخت په کورنۍ جګړه کې یو هم نه وي ملامت، د دوی نظرونه متفاوت وي. د نظر او لیدلوري بدلې زاويې هم د شخړو لامل کېږي. دلته اړتیا ده چې یو د بل له پړ ګڼلو لاس واخلي، تمه ونه کړي چې زه ملامت/ه نه یم، هغه پړ/ه ده.

ښه اړیکه په خپل سر رغېږي

ځينې کسان دا تصور لري چې ګنې مینه‌ناکه اړیکه چانس دی. حال دا چې اړیکه په چانس نه، د دواړو لوریو په هلوځلو رغېږي. مینه، درناوی، یو د بل تېروتنې هېرول، پېغور نه ورکول، یو بل درک کول، اړیکه خوندوره کوي.

موږ چې یو بل سره مینه ولرو، کورنۍ او خپلوانو ته څه اړتیا!؟

هغه کسان چې دا ډول تمې لري چې که موږ یو بل سره مینه ولرو، کورنۍ او خپلوان مو پکار نه دي، دوی تېروځي او ځورېږي؛ ځکه نشي لېدلی چې د دوی په شتون کې یې د ژوند ملګری/ې له خپلې کورنۍ سره سمې اړیکې وساتي. عقده‌يي کېږي او د کسات پر لور روانېږي. دوی بیا  دا فکر کوي چې د ژوند د هرې بد بختۍ لامل د خاوند/مېرمن کورنۍ او خپلوان یې دي. د ژوند د شریک له کورنۍ او خپلوانو سره متعادلې اړیکې د خاوند/مېرمن اړیکه هم له خرابېدو ساتي. همدې لپاره باید دا ناسم باور اصلاح شي.