ژباړه: عطا محمد میاخېل
ځینې پخواني باورونه شته چې زموږ د بریا مخه نیسي او په ننني کاري لید کې هېڅ ځای نه لري، په دې صورت کې د بېلابېلو شرکتونو ځینې کارمندان لا هم هماغو پخوانیو ذهنیتونو ته پابند دي، چې څو لسیزو مخکې ته ورګرځي، د دې لیکنې په دوام په شپږو پخوانیو باورونو باندې رڼا اچوو، چې نور د عصري کاروبارونو لپاره مناسب نه دي.
۱ ـــ ښه کار کوم، ځکه په دې شرکت کې تل راته ځای شته
تل په یاد ولرئ، چې ټولې دندې موقتي دي او نباید په یوه شرکت کې په همېشني کار باندې زړه وتړئ، په عصري کاروبارونو کې داسې څه نه شته، چې یو کارمند دې د تل لپاره په یوه شرکت کې کار وکړي او شرکتونه په دې باندې ډاډ نه لري، هغه کار چې نن یې ورته ترسره کوئ یا هغه محصول، چې پرې کار کوئ، په نږدې راتلونکې کې به هم ورته اړتیا وي او که نه؟ کله وخت ستاسو مهارتونه زړېږي او دا یانې تل باید د ګوښه کېدو یا لرې کېدو په تمه واوسئ او د خپلې راتلونکې دندې لپاره ګام پورته کړئ.
۲ ـــ شرکت باید په مسلکي لوړتیا کې مې راسره مرسته وکړي
نور نو په شرکتونو کې ښوونیز پروګرامونه نه رامنځته کېږي او دې صنفونو خپل ځای شخصي دورو ته پریښی دی، نو دا ستاسو دنده ده، چې خپلې کاري موخې تثبیتې کړئ او د خپلې زده کړې لپاره یو منظم پروګرام په پام کې ونیسئ، چې د دندهییزې بریا لاره مو هواره شي.
سازماني مدیران وایي، دا د هر کارمند دنده ده، چې د خپلې مسلکي ودې په لټه کې واوسي. دا موخې د هر کارمند لپاره توپیر لري او هغوی باید د خپلو کاري موخو په چوکاټ کې وروزل شي.
۳ ـــ په ټولنیزو شبکو کې فعالیت ته اړتیا نه شته
ټولنیزې شبکې ستاسو د شخصي برنډ جوړونې لپاره یوه وسیله ده. دغه راز له څارونکو سره د خپل شرکت د محتوا له شریکولو سره کولای شئ، د شرکت د برڼد په سفیر باندې بدل شئ، چې لپاره یې کار کوئ. دا ټکی په پام کې ولرئ، چې کارمندان له عامل مدیر، موسسانو او د شرکتونو د عمومي اړیکو له واحد څخه ډېر خلکو ته د منلو وړ دي.
شمېرې دا څرګندوي، چې ۴۱ سلنه خلک باور لري، چې کارمندان د یوه کاروبار د معلوماتو تر ټولو د باور وړ سرچینه ده. په ټولنیزو شبکو کې ډېر او اغېزمن حضور له تاسو سره مرسته کوي، چې خپله کاري شبکه ولرئ او د انساني ځواک د ټینګښت لپاره هم له هغې څخه مرسته وغواړئ، سره بېره پردې، د شرکت پر وړاندې به هم یو ارزښتمن او اغېزمن ځواک وګڼل شئ.
۴ ـــ زما بریا د مدیر په لاس کې ده
دا چې فکر وکړئ، برخلیک او بریا مو د مدیر په لاس کې ده، ناسم فکر دی، چې یوازې د بریا په لاره کې مو خنډ جوړېږي، حتا دا چې اړیکه مو له هغه سره څومره نږدې هم وي، په بریا باندې مو اغېزه نه لري، ښایي په تېر کې مدیر مو ستاسو په بریا کې د پام وړ اغېز لرلی وي، خو نن مو کار خپل کاروبار دی او باید داسې چلند وکړئ، چې ګواکې تاسو عامل مدیر یاست. دا چې مدیر ته مو اجازه ورکړئ، چې کار مو تر خپل کنټرول لاندې ونیسي، سمه نه ده، ځکه مدیر مو د خپل کار دستور لري او ښایي هغه څه چې ستاسو لپاره یې غواړي، له غوښتنو سره مو په تضاد کې وي.
۵ ـــ دا چې خپل شخصي برنډ ولرم، له شرکت سره خیانت دی
پخوانی ذهنیت دا دی، که خپل برنډ جوړ کړم، نو د یوه خیانت کوونکي کارمند په توګه به وپېژندل شم. حقیقت دا دی، چې ستر او مخکښ شرکتونه په هم مهالې توګه د شرکت او خپلو کارمندانو لپاره د برنډ جوړولو په لټه کې دي. په یاد ولرئ، ثبات د سالم برنډ د مدیریت نښه ده. په پایله کې سپارښتنه نه کېږي، چې په شرکت پورې ځانګړی شئ او د شرکت د بې قید و شرطه بریا په لټه کې واوسئ.
۶ ـــ کله چې د نویو دندهییزو فرصتونو په لټه کې یم، یوازې باید خپل برنډ مدیریت کړم
تاسو هره ورځ او په هر هغه کار کې، چې ترسره کوئ یې، باید خپل برنډ مدیریت کړئ او د هر فرصت لپاره په لاسرسي کې واوسئ. کله چې ځواکمن برنډ ولرئ، چې تل د افرادو په لید کې دی، نو پر وړاندې مو ډېر زیات فرصتونه را څرګندېږي او په دې کار باندې تمرکز ته اړتیا نه شته.