- ليکنه: شپنه سلګۍ
هر انسان هیله لري چې په ټولنه کې په ښه نامه ياد شي، نو که غواړئ چې د خلکو په زړونو د خپلو غوره عادتونو له مخې سلطنت وکړئ روغ او پرمختللی ژوند ولرئ، نو دغه شپږ مهارتونه په ځان کې پيدا او د عملي ژوند په ډګر کې ترې استفاده وکړئ!
۱- اړيکې جوړول
د نيکمرغه ژوند د لرلو لپاره له وړ اشخاصو سره اړيکې لرل ډېرې مهمې او ضروري دي.
که يو کس د اړيکو جوړولو مهارت ونه لري، نو د ګڼو ستونزو سره به مخ او د ځينو بې لارو خلکو سره يو ځای کېدای شي چې پایله به یې ډیره بده وي.
۲- د ستونزو حل کول
هر څوک بايد دغه مهارت ولري چې ستونزې وپېژني او ورسره مبارزه وکړي او د حل لارې يې پيدا کړي.
هر څوک بايد ستونزې د نوښت، وړتيا او ځيرکۍ له مخې حل کړي، نه دا چې د ستونزو د حل لپاره منفي لاره غوره کړي.
لکه: د محدره توکو استعمال، غلا او …
۳- د ځان پېژندنه
ځينې خلک د خپلو وړتياوو په هکله معلومات نه لري، هغه کسان چې د ځانپيژندنې مهارت نه لري، ښايې په پرلهپسې توګه داسې کارونه وکړي چې د هغوی له مسووليت او صلاحيته اوچت وي.
۴- د قيق فکر کول
په ستونزمنو حالاتو کې په وګړو کې د سمو او ناسمو کړنو رسول عام دي، نو په ځوانانو کې دغه مهارت بايد غښتلی شي، چې د موضوع په مثبت او منفي اړخونو وپوهيږي، نه دا چې په پټو سترګو هر کار تر سره کړي.
۵- د احساساتو شريکول
دغه کړنه يو تن ته دا وړتيا وربخښي ؤ چې وکولی شي، خپل احساسات، غوښتنې او اړتياوې څرګندې کړي، خو چې د نورو د زيان لامل نه شي.
۶- له رواني فشارونو سره مقابله
د رواني فشارونو سره د مقابلې د وړتيا لرل زموږ د ژوند يوه مهمه برخه جوړوي.
که موږ له رواني فشارونو مسلسله مبارزه وکړو، نو باور شته چې د دغه لوی زیان مخه په ښه ډول سره نیولی شو…
هر انسان باید په ژوند کولو سره مخکې لاړ شي او داسې مهارتونه زده کړي چې په یوه ټولنه کې د پرمختګ او نېکنامۍ سبب کېږي.