ژباړه: عطا محمد میاخېل
هر څوک په خپل ژوند کې خوبونه لري، خو بریالي افراد هغه کسان دي، چې خپلې هیلې په خپلو موخو باندې بدلوي. په دې نړۍ کې بریا ته د رسېدو لپاره باید موخې ولرو، خو د موخې ټاکل هم کوم آسانه کار نه دی او په خپله قوانین لري، چې باید پرې عمل وکړئ.
آیا خپلو خوبونو ته د رسېدو لپاره موخې په پام کې نیسئ یا یوازې هغو ته د رسېدو هیله لرئ؟ څنګه خپله موخه ټاکنه مشخصه کوئ؟
آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړئ دی، چې په پنځو راتلونکې کلونو کې غواړئ، کومې هیلې ته ورسېږئ؟ آیا د خپل کاروبار لپاره مو روښانه او مشخصې موخې ټاکلې دي؟
که غواړئ، خپلو هیلو او خوبونو ته ورسېږئ، باید د خپل ځان لپاره یوه موخه مشخصه کړئ، که مشخصه موخه ونه لرئ، نو د خپلو کارونو په ترسره کولو باندې به تمرکز هم ونه لرئ او په سمه لاره به روان نه شئ، موخه ټاکنه نه یوازې له تاسو سره مرسته کوي، چې د خپل ژوند له تګلارې او کاروبار سره مو مینه ولرئ، بلکې تاسو ته دا شونتیا درکوي، چې خپلو موخو ته امتیاز ورکړئ او لومړیتوب بندي یې کړئ.
ښایي د موخې ټاکل آسانه کار وي، خو کله چې د عمل پړاو ته ننوځئ، کار لږ څه ستونزمن کېږي، دلیل یې همدا دی، چې ډېری کسان، د لارې په اوږدو کې خپلو ته له رسېدو څخه لاس اخلي او خپلې لارې ته بدلون ورکوي.
څنګه خپلې موخې مشخصې کړو؟
آیا پوهېږئ، د دې لپاره چې بریا ته ورسېږئ، څنګه باید خپلې موخې مشخصې کړئ؟ د خپلو موخو د مشخص کولو لپاره، باید موخه ټاکنه وکړئ، خو د موخه ټاکلو لپاره هم د ځینو ټکو مراعات کول اړین دي، چې لاندې به پرې رڼا واچول شي:
ـــ هوښیارانه موخې ولرئ
د یوې هوښیارانه موخې لرل، له تاسو سره مرسته کوي، په هماغه څه باند بدل شئ، چې تل مو له خپل ځان سره تکراراوه.
ارسطو وایي: «فوق العاده اوسېدل یو عمل نه، بلکې یو عادت دی.»
بریالي کسان کولای شي، هوښیارانه موخې وټاکي او په پای کې خپلو خوبونو ته ورسېږي. نو د مناسبو موخو ټاکنه ډېر زیات ارزښت لري. د موخو له ټاکلو مخکې باید ډاډه شئ، چې موخې مو لاندې ځانګړتیاوې لري:
ځانګړې اوسېدل: یوه ښه او غوره موخه پنځو پوښتنو (څه څیز، څوک، له کومه ځایه، ولې او کوم یو) ته مناسب ځواب ورکوي. غوره ده، چې خپلې سترې هیلې مو ولیکئ، ترڅو خپلې موخې پیدا کړئ، له دې وروسته کولای شئ، له موخو څخه مو یوې یوې ته یې لاسرسی پیدا کړئ.
د سنجش وړ: که موخه مو د سنجش وړ نه وي، له هېڅ لارې نه شئ کولای، پوه شئ چې د پرمختګ په حال کې یاست یا نه، نو له هر څه وړاندې باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړئ: «څنګه کولای شم پوه شم، چې خپلې موخې ته رسېدلی یم یا نه؟»
د لاسرسي وړ: موخه مو باید داسې یو څه وي، چې وکولای شئ په رښتینې توګه ورته لاسرسی پیدا کړئ. ښایي هیله ولرئ، چې د یوه الوتونکي په څېر له پراشوټ څخه پرته، له یوې تېږې څخه والوځئ، خو د ځمکلې جاذبه قوه تاسو ته دا اجازه نه درکوي، چې والوځئ او په پای کې به را وغورځېږئ، له دې امله، په الوتونکو وزورونو سره، موخه د لاسرسي وړ ده.
مانا لرونکې اوسېدل: که موخه مو مانا ونه لري، نو هېڅ ارزښت به ونه لري، نو موخې مو له ژورو ارزښتونو سره ګډې کړئ، ترڅو غوره مانا پیدا کړي، باید دې موخې ته د رسېدو له خپلو ټولو هڅو او توان څخه ګټه واخلئ، ځکه په دې صورت کې به هغې ته د رسېدو لپاره انګېزه ولرئ.
وخت لرونکې اوسېدل: باید خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره وخت وټاکئ، له دې پرته خوبونه مو په واقعیت باندې نه بدلېږي، د خپلو خوبونو د عملي کولو لپاره، د کم وخت لرل، د دې سبب ګرځي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، لا ډېره هڅه او کوښښ وکړئ.
ـــ موخې مو د کاغذ پرمخ ولیکئ او د خپلو سترګو په وړاندې یې کېږئ
یو چیني متل وایي: “اورم خو هېروم یې، وینم او یاد ته یې سپارم، لیکم او پوهېږم.”
کله چې موخې مو په کاغذ باندې لیکئ، نو د موخو ډېره برخه مو عملي شوې ده. ترسره شوې څېړنې ښیي، هغه کسان چې خپلې موخې او خوبونه یې له اوونیزې ژمنې او پرمختګ سره ګډې کړي او له خپلو دوستانو سره یې شریکې کړي، په دې باندې بریالي شوي، چې ۷۶ سلنه خپلو موخو ته ورسېږي، خو هغه کسان، چې یوازې د خپلو موخو په اړه یې فکر کړی دی، ۴۳ سلنه خپلو موخو ته رسېدلي.
سپارښتنه کوو، چې موخې مو ولیکئ، ځکه کولای شئ چې پلې یې کړئ، هغه موخې چې د کاغذ پرمخ لیکل شوي، په یوه جدي موخه باندې بدلېږي، نه په ذهن کې یو خوب.
ـــ یوه ستره موخه په کوچنیو موخو باندې ووېشئ
تصور وکړئ، چې موخه د یوه غویي خوراک دی، څنکه یو غویی په هغه ستروالي سره یې وخورئ؟ پرته له شکه هغه به په کوچنیو برخو باندې وېشئ او د وخت په تېرېدو سره به یې وخورئ.
دا مسئله د سترو موخو په اړه هم صدق کوي. په ډېرې آسانۍ سره نه شئ کولای، چې یوې سترې موخې ته ورسېږئ، نو خپله ستره او پېچلې موخه په هغو کوچنیو موخو باندې، چې هره ورځ د لاسرسي وړ وي ووېشئ. که موخه مو کوچنۍ نه کړئ، نو ډېره زیاته پېچلې تر سترګو کېږي او د هڅې کولو لپاره به انګېزه ونه لرئ.
ـــ یو پروګرام جوړ کړئ او وې څارئ
بنجامین فرانکلین وایي: “که بریا ته د رسېدو لپاره پروګرام جوړ نه کړئ، نو د ماتې لپاره د پروګرام جوړونې په حال کې یاست.”
تر ټولو غوره کار، چې کولای شئ موخو ته د رسېدو لپاره یې ترسره کړئ، د داسې یوه پرګرام جوړول دي، چې په هغه کې ټول اړخونه مراعات شوي وي. یو څه وخت د ورځنیو او اوونیزو موخو د سازماندهۍ لپاره ځانګړی کړئ، ترڅو وکولای شئ په ډېرې آسانۍ د خپل پرمختګ کچه وسنجوئ.
ـــ ډېری کارونه د ورځې په پیل کې ترسره کړئ
که د بریالیو کسانو ورځني پروګرام ته مو پام کړی وي، د نورو عادي افرادو په پرتله، د لمر تر راختلو پورې، چې نوي له خوبه را پاڅېږي، ډېر کارونه ترسره کوي. د ورځې پیل او سهار وختي د هغو کارونو ترسره کولو ته، چې خپلې ټاکلې موخې ته د رسېدو لپاره یې باید ترسره کړئ، ځانګړی کړئ، ترڅو دې احساس ته ورسېږئ، چې له بریا څخه مالامال ورځ لرئ، په دې ترتیب، د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره به وخت او اړینه انګېزه ولرئ.
ـــ موخې مو ښکاره کړئ، ترڅو په وړاندې یې ځواب ویونکی واوسئ
سټیوون کووي وایي: ځواب وینه د لا ډېر مسؤولیت منلو سبب ګرځي.
کله چې پوهېږئ، نور په دې تمه دي، چې خپلو موخو ته ورسېږئ او د پرمختګ کچه مو سنجوي، نو هغو موخو ته د رسېدو لپاره به ډېره زیاته انګېزه ولرئ. د یوه ښه دوست یا روزونکي په لټه کې واوسئ، چې د انګېزه ورکونې رول لري او کله نا کله له تاسو څخه د بریاوو په اړه مو پوښتنه کوي.
ـــ په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې موخې مو تاسو ته اړینه انګېزه درکوي
انیشټین وایي: «که غواړئ یو خوشاله ژوند تجربه کړئ، نو هغه په یوې موخې پورې وتړئ، نه په افرادو او بې ارزښته څیزونو پورې.»
موخې مو کولای شي، په ژوند کې مو د خوښۍ او خوشالۍ د رامنځته کولو په سرچینې باندې بدلې شي. موخې مو باید یو له هغو دلایلو څخه وي، چې تاسو له خوب ځای څخه را پاڅوي. که موخې تاسو ته کافي انګېزه نه درکوي، نو په اړه یې له سره کتنه وکړئ.
ـــ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، له مثبتې ژبې څخه ګټه واخلئ
جیم رون وایي: «د یوې موخې د ټاکلو دلیل، هغه څه دی، چې باید هغې ته د رسېدو لپاره یې وکړئ. هغه څه چې تاسو ځان جوړونکی کوي، د هغه څه په نسبت، چې ترلاسه کوئ، ډېر زیات ارزښت به ولري.»
د موخو په پام کې نیول، تاسو په یوه مثبت فکر لرونکي فرد باندې بدلوي، چې د ژوند کولو لپاره انګېزه لرئ. هېڅکله مه وایئ: «موخه مې ډېره پېچلې او مبهمه ده.» بلکې ووایئ: “موخه مې داده، چې نن مې کارونه په بریا سره ترسره کړم.”
بریا ته د رسېدو په لاره کې، ډېر زیات منفي لاملونه شتون لري؛ خو د منفي لید لرلو پرځای غوره ده، چې د مثبتو څیزونو په لټه کې واوسئ، ترڅو بریا ته ورسېږئ.
ـــ د خپل ژوند په هره برخه کې، بېلابېلې موخې ولرئ
مایکل آنژ وایي: «زموږ لپاره تر ټولو ستر خطر دا نه دی، چې خپلې موخې ته نه شو رسېدای، بلکې دا دی، چې موخه مو ډېره کوچنۍ او عادي ده او کولای شو، په ډېرې چټکۍ ور ورسېږو.»
غوره ده، چې موخې مو د ژوند په بېلابېلو برخو کې وي، د بېلګې په توګه: د خپل ځان لپاره، د غړو د تناسب، مالي، کورنۍ، زده کړو، سفر، ټولنیزې اړیکې او ….. برخو کې موخې ولرئ. د ژوند په هره برخه کې مو، چې ستاسو لپاره ارزښت لري، باید یوه موخه ولرئ او په پای کې، بېلابېلو موخو ته د رسېدو لپاره، هڅه وکړئ.
ـــ وروستیو موخو ته د رسېدو لپاره، د یوه عملیاتي پروګرام لرل
ډېری څیزونه زموږ له کنټرول څخه بهر دي. د بېلګې په توګه: ښایي د اورسټ غره لوړې څوکې ته د ختلو لپاره یوه موخه ولرئ، نو یو عملیاتي پروګرام جوړوئ او اړینې زده کړې ترلاسه کوئ.
حرکت ته چمتو کېږئ، له یخ وهلو غرنیو ګړنګونو څخه تېرېږئ، خو نا څاپه یو ستر توپان ستاسو په لور راځي. کله وخت چاپېریالي شرایط لکه اوبه او هوا ستاسو په کنټرول کې نه دي، نو سره له دې چې ټوله هڅه مو کړې ده، نه بریالي کېږئ. په دې وخت کې داسې پېښه رامنځته شوې، نه شئ کولای ووایئ، چې ماتې مو خوړلې ده، په هر صورت تاسو چمتو یاست او هر کله چې اوبه او هوا مناسبه وه، کولای شئ د اورسټ غره لوړې څوکې ته ورسېږئ. پایلې ته په نه پام سره، تاسو یو بریالی فرد یاست، چې کولای شئ لوړو څوکو ته ورسېږئ.
کله چې غواړئ، خپلې موخې وټاکئ، مه وایئ: «موخه مې د ۲۰۲۱ م کال تر جنوري میاشتې پورې د اورسټ غره لوړې څوکې ته ختل دي.» بلکې ووایئ: «موخه مې دا ده، چې د ۲۰۲۱ م کال تر جنوري میاشتې پورې د اورسټ غره لوړې څوکې ته د ختلو لپاره چمتو شم او د دې ختلو لپاره، ټولې اړینې وړتیاوې په واک کې ولرم.»
لومړۍ موخې ته هغه مهال رسېدای شئ، چې هر څه چمتو وي؛ خو دویمه موخه د لاسرسي وړ ده، ځکه یوازې په تاسو پورې تړاو لري.
هنري ډېوېډ تورو وایي: «واقعي نارینه یوازې خپلې موخې ته ارزښت ورکوي، ځکه غواړي لوړو څیزونو ته ورسېږي.»
دمګړۍ ستاسو موخه څه ده؟
که هېڅ موخه نه لرئ، نه غواړئ، چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ. د آرامتیا غوښتنې پرځای، له خپله ځایه پورته شئ، اړین اقدامونه وکړئ او هغه راتلونکې، چې په خپل سر کې یې لرئ، جوړه کړئ.
له شک پرته نه شو کولای، چې ټولې پېښې کنټرول کړو، خو کولای شو، خپل ژوند هغو موخو ته په رسېدو سره، چې په خپل سره کې یې لرو، کنټرول کړو.