لیکنه: شپنه سلګۍ
نارينه او ښځي د ژوند ستنې او د بشري تاريخ مصدرونه دي. د ښځې پرمختګ د ټولنې په پرمختګ پورې تړلى دى. ښځه مور ده چې د عمر ډېره برخه د خپل ماشوم په روزنه او پالنه کې تېروي.
ښځه د ټولنې په رغون کې مهم رول لري او ډېره مهمه وسله يعنې د مورولۍ غريزه ورسره ده.
مور ماشوم روزي، يوه کورنۍ جوړوي ماشومان چې لويان شي د ټولنې په مختلفو برخو کې کار کوي.
که يوه عالمه او پوهه مور وي، لکه نازو انا، زرغونه انا او… د هغوى ماشومان هم پوه او ذهين راځي کلي، ولس او ټولنې ته يې خير رسېږي، په قوانينو پوهېږي، د علم او پوهې لپاره کار کوي، قوانين پلي کوي، چېرته چې پوهه وي چېرته چې د قوانينو درناوى وي هلته انساني ژوند ښکلى وي چېرته چې انساني ژوند ښکلى شو هغه ټولنه ترقي کوي.
د مترقې او مهذبو ټولنو خير ټول بشر ته رسېږي.
مور تل هڅه کوي چې خپل ماشوم د هر راز درد، رنځ، ظلم او د بې عدالتۍ په مقابل کې پياوړى کړي.
د ليکنې په دې برخه کې درسره د خپلې مور يوه خاطره شريکوم.
ډېره کوچنۍ وم چې د پلار له خواږه سيوري بې برخې شوم.
تقدير به همداسې و.
شايد خداى ته به دا منظوره وه چې د سختي په بټۍ کې ويلې شم او بېرته په نوې څېره کې را څرګنده شم.
مور مې لکه د هرې پښتنې مور، پالنه وکړه.
په کلي کې اوسېدلم، د شنو پټيو په منځ کې مې کور و، د کور مخې ته د اوبو وياله بهيدله.
پر دې سيمه خداى د طبيعت هره ښکلا لورولې وه، خو زه پکې بې پلاره وم!!!
مور مې د چا منت ته پرينښودم، د چا احسانمنه يې نه کړم.
چې په ښو او بدو پوهه شوم ښوونځي ته يې ولېږلم.
هغه ورځ مې هم په ياده ده چې مور مې راته د ټوکر نه بکسه جوړه کړه، ډېره ورته خوشاله وم.
ورځې واوښتې، شپې تېرې شې، مياشتې کلونه تېر شول او زه هم له دولسم ټولګي څخه فارغه شوم. په ليسه کې استاده شوم. مور جانه مې ډېره خوشاله شوه.
هغې سواد نه لاره، خو کوښښ يې دا و چې موږ با سواده رالوى شو.
نو مبالغه به نه وي چې ووايم:
له ښځې پرته د انساني ټولنې رغون ناممکن دى