بریښنایي سګریټ؛ ګټې او زیانونه یې څه دي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: بشر دروېش
په وروستیو کې د نورو سیمو ترڅنګ د افغانستان یو شمېر خلک هم د سګریټو له اعتیاد څخه د ځان ژغورنې لپاره د یوه بدیل په توګه الکترونیک یا بریښنایي سګریټ کاروي.
خو دغه سګریټ څه ګټې او زیانونه لري؟ وکارول شي، كه تحریم شي؟
په دې مطلب کې به همدې ټکیو ته کتنه ولرو:
دا سګریټ څنګه کارول کیږي؟
الکترونیکي سګریټ د بیټرۍ په وسیله کارول کیږي، یانې بیټرۍ خوري او داسې رڼا او لوګی په دغه توګه کوي، چې واقعي سګریټ ته ورته ښکاري.
په دغو سګریټو کې د نیکوټین داسې مایع مواد ځای پرځای شوي، چې د سګریټ له کېکاږلو سره د څښونکي خولې ته لوګي ورکوي.
دا سګریټ عیناً د واقعي سګریټو په شان د اور سره رڼا هم ورکوي، چې ښيي دا سګریټ د سوزیدو په حال كې دی.
خو په واقعیت کې الکترونیکي سګریټ نه سوزي او د عادي سګریټو په شان له منځه تلونکي نه دي.
د الکترونیکي سګریټو خطرونه
نیکوټین اعتیاد زېږونکې ماده ده. له دې کبله د الکترونیکي سګریټو پریښودل اسانه نه دي.
که یې څوک پریږدي حتماً به د ستړیا، خپګان او اضطراب احساس ورته پيدا کیږي.
د دې ترڅنګ دغه مواد د زړه د ناروغانو لپاره زیات تاوان لري.
د څېړنو له مخې څوک چې نیکوټین زیات کاروي د زړه والونه یې له خطر سره مخ کیږي.
د دې ترڅنګ دغه مواد د مخ په وده ماشومانو حافظه خرابوي.
همدا شان په رحم کې دننه جنین ته تاوان پېښوي او حامله ښځو ته تر هرچا زیات خطرناک دي.
د واقعي سګریټو بدیل کیدای شي؟
د الکترونیکي سګریټو څښل که څه هم کاملاً یې تاوانه نه دي، خو د ډېرو کارپوهانو په باور د هغو کسانو لپاره غوره دي، چې د واقعي سګریټو د پریښودو لپاره دغو سګریټو ته مخه کوي.
د واقعي سګریټو په پرتله د دغو سګریټو زیانونه کم ګڼل شوي او منل شوې، چې دغه سګریټ د واقعي سګریټو ښه بدیل کیدای شي.
که څه هم په دې خبره سل سلنه پوره ډاډ نشته، خو تر یوه حده وړاندوینه شوې چې یاد شوي سګریټ له واقعي سګریټو سره د مخه ښې یوه مرستندویه وسیله کیدای شي.
د دې ترڅنګ د دغو سګریټو یو لوی عیب دا دی، چې په منع شویو سیمو کې هم څښل کیدای شي.
الکترونیکي سګریټ مو واقعي سګریټو ته هم بیایي
د الکترونیکي سګریټو یو لوی عیب لکه چې وویل شول په دغو سګریټو کې د نیکوټين موادو موجودیت دی.
دغه سګریټ که څوک ډېر وکاروي او تر دې مخکې یې واقعي سګریټ نه وي څښلي د دې امکان ډېر شته چې په واقعي سګریټو هم معتاد شي.
د الکترونیکي سګریټو اړوندې پېښې
په امریکا کې له ۲۰۰۹ څخه تر۲۰۱۶ پورې تر ۱۳۴ پورې د دغو سګریټو د بیټرو د زیات ګرمیدو له کبله د ۱۳۴ اورلګیدنو او چاودنو ارقام ثبت شوي.
له دې وراخوا یاد شوي سګریټ د مسمومیت سبب هم ګرځي.
پر مغزو یې هم د بدواغېزو پایله موندل شوې.
دا سګریټ د تنفسي ناروغیو او ان د سرطان سبب هم ګرځیدای شي.
د زړه د ناروغیو خو وویل شول، چې سبب یې ګرځي او والونو ته یې تاوان رسوي.