فوټبال؛ نن بارسلونا د اتلاتیک بلباوو لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د اسپانیا هیواد د فوټبال سوپر کپ نیمه پایلوبو ته بارسلونا، ریال ماډریډ، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو لاره پیداکړې وه.
لومړۍ نیمه پایلوبه د تیرې چهارشنبې په ماخستن د بارسلونا او ریال سوسیداد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې لوبه یو ـ یو ګول مساوي شوه، خو وروسته درې پر دوه په پینالټیو کې بارسلونا بریا خپله کړه.
inbound2034696996610649604 فوټبال؛ نن بارسلونا د اتلاتیک بلباوو لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي
دویمه نیمه پایلوبه تېره پنجشنبه ماخستن د ریال ماډریډ او اتلاتیک بلباوو لوبډلو ترمنځ وه، چې اتلاتیک بلباوو ۲ ګولونه پر ۱ بریا خپله کړه.

inbound6789810282100345754 فوټبال؛ نن بارسلونا د اتلاتیک بلباوو لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي

په دې سره اوس د اسپانیا سوپر کپ پایلوبې ته بارسلونا او اتلاتیک بلباوو لوبډلو لاره پیداکړه.
دا دوې لوبډلې د دې جام پایلوبه نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې ترسره کوي.

About ياران ټیم 3422 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.