لیکنه: ملیحه ناصري
بارک اوباما په ۱۹۶۱ز کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې بارک حسین اوباما، د مور نوم یې آن دانهام دی. یو یې اصلي پلار و او بل سړي ته یې هم پلار ویلي و، دوی دواړه مسلمانان و، خو دویم بارک اوباما عیسوي شوی. یانې مذهب یې مسیحیت او په مسیحیت کې پروټسټانټ دی. په هونولولو-هاوايي کې زېږېدلی. د ایلینوي- شیکاګو یې استوګنځی دی.
د بارک اوباما مېرمن (مېشل اوباما) نومېږي. دوې لوڼې یې دي چې یوه یې مالیا، بله یې ساشا نومېږي. اوباما کلمبیا کې زدهکړې کړي او د حقوقو مافوق دوکتورا سند لري. په وکالت کې تخصص لري، مولف او پروفیسور دی. د سولې نوبل جایزه یې ګټلې. د ډیموکراټ ګوند غړی دی.
شخصي ژوند یې
دی هم د امریکا د ځينو ولسمشرانو په څېر په کیڼ لاس لیکل کوي. پلار یې کینیايي تورپوستی مهاجر او مور یې د ویچیتا سپین پوستې وه. پلار یې مسلمان و؛ خو دی ځکه مسیحي شوی چې په څلور کلنۍ کې د دې پر ځای چې د مسلمانانو ښوونځي ته ولاړ شي، د کاتولیکانو او سیکولرانو مکتب ته ورغی. دی او مېرمن یې مېشل د متحده کلیسا غړیتوب لري.
اوباما تر اوسه اووه ځلي ژړلي دي
- کله چې د ولسمشرۍ وخت یې بشپړ شو او خپله وروستۍ وینا یې کوله.
-
هغه وخت چې انا/ انۍ یې ومړه.
-
د دوروتي هایت پر مړینه. (هایت هغه څوک وه چې د امریکا د مدني حقونو مور ګڼل شوې وه).
-
په سندي هوک ښوونځي کې چې ۲۰ ماشومان، ۶ ښوونکي په ۲۰۱۲ز کې آدام لانرا په مرمۍ وویشتل.
-
کله چې دانیل اینوې یې خښاوه. دی وايي چې د سیاست الګو یې هغه و.
-
هغه وخت چې په یوه غونډه کې آرتا فرانکلېن د اوباما او مېرمنې په شتون کې یې یوه ترانه ولوسته، اوباما ورته په ژړا شو.
-
په امریکا کې چې د وسلو د لېږد قوانین جوړېدل، اوباما وژړل، ویې ویل: هر وخت چې د سندي هوک برید رایادېږي، غوسه مې زرو اخلي.
دا خواړه یې خوښېږي
کله چې له اوباما نه پوښتنه وشوه چې څه یې خوښېږي، هغه یې ځواب کې وویل چې( کلم بروکلي) مې ښه ایسي. داسې حال کې چې ځينې انځورونه داسې هم شته چې د برګر خوړلو وخت کې ترې اخیستل شوي.
سیاسي ژوند
۲۰۰۵ز کې د سنا غړی شو. هیلاري کلنټن یې سخته رقیبه وه چې دی ترې مخکې شو او ډيموکراټ ګوند ته یې ځان نوماند کړ. اوباما درېیم امریکايي تورپوستی سناتور و.
بارک اوباما لومړی د ایلینوې ایالت سناتور، تر جورج ډبلیو بوش وروسته او تر ډانلډ ټرمپ مخکې( ۲۰۰۰ز-۲۰۱۷ز) د امریکا متحده ایالاتو څلور څلوېښتم ولسمشر و.
اوباما په عراق کې د بوش د سیاستونو لومړنی مخالف و.
امریکا ته د ایران د ولسمشر( حسن روحاني) په لومړي ځل تګ کې، بارک اوباما وغوښتل چې له روحاني سره وویني. دا غوښتنه یې هغه ونه منله. روحاني وویل چې د امریکا او ایران تر مینځ د کلونو دوښمني پاتې ده. تر ۳۵ کلونو وروسته د دوو ولسمشرانو لومړنۍ لیدنه ځينې مقدمات او چوپړتیاوې غواړي، اوس یې وخت نه دی چې سره وګورو.
په ۲۰۰۴ز کې اوباما د رسنیو تر ټولو محبوبه څېره شوه.
ټایمز مجله هر کال یو مخور او نامتو شخصیت، ډله یا سکالو خلکو ته ورپېژني. په ۲۰۰۸ز کې یې اوباما د کال غوره سړی معرفي کړ.
چارلز اوثامر په واشنګټن پُسټ کې د اوباما د سیاست په هکله یوه لیکنه خپره کړې وه، هلته یې ویلي و:
“اوباما ځان ډېر فعال ښيي؛ خو دا سیاستونه یې د امریکا د ماتې لارې هواروي… دی متناقص سیاست لري. له یوې خوا په ۲۰۰۹ز کې وايي چې د افغانستان جګړې ته ۳۰زره سرتېري استوم؛ خو له بلې خوا بیا وايي چې ټول سرتېري به د اتلسو میاشتو په ترڅ کې له افغانستانه راوباسم…دی د ټولې امریکا څه رقم اعلی قوماندان دی چې له یوه لوري په افغانستان کې د سرتېرو د شاتګ وخت ټاکي، له بل پلوه وايي چې نور هم ورلېږم…“
د اوباما په هکله ځينې کسانو ویلي چې دی جګړې ضد او خلاف و؛ خو د ده سیاست ته په کتو ځينې کسانو او شنونکو د ده سیاست وارزاوه، دوی وايي چې اوباما هومره د جګړې خلاف نه دی لکه خلک یې چې ګڼي. مایکل اوهانلون وايي:
“دا څلور څلوېښتم ولسمشر هم چندان د جنګ ضد نه و!“
اوباما همغه کس و چې افغانستان کې یې جنګي سرتېري درې چنده کړل. د مخکني ولسمشر لس چنده یې پهپادي بریدونه زیات کړل چې یوه بېلګه یې هم یمن دی. همداسې د بن لادن پر استوګنځي د برید حکم هم همده ورکړ.
بلاخره په ۲۰۱۷ز کې اوباما ډانلډ ټرمپ ته د واک واګې وسپارله.