افغان الف لوبډلي د بنګله دېش الف لوبډلي ته په یو په زړه پوري لوبه کي په څلورو ویکیټو او پنځو توپونو ماته ورکړه.
په نن دوهمه یو ورځنۍ لوبه کي افغان الف لوبډلي د لوبي پچه وګټل او توپ اچونه یې انتخاب کړه.
بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۸ منډې وکړې، چي د لوبډلي لپاره تر ټولو ډېري محمد میتن ۸۵ منډي وکړې.
افغان توپ اچوونکو فضل نیازي او کریم جنت درې درې او سیدشېرزاد او شراف الدین اشرف یوه یوه ویکیټ ترلاسه کړه.
په دوهمه پاڼۍ کي د افغان الف لوبډلي توپ وهونکو کرار پیل واخیست، ان تر دې چي د ګټلو لپاره په ۴ ویکیټو او ۲۸ توپونو ۴۹ منډو ته اړتیا وه.
د ابراهیم ځدران له سوځېدو وروسته افغان لوبغاړو ته لوبه سخته سوه، چي د شراف الدین اشرف سره فضل نیازي بهترینه ملګرتیا لوبه وګټله.
اشرف په ۱۷ توپونو ۳۶ منډو، ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو ترڅنګ فضل نیازي په ۸ توپونو، ۱۵ منډو یوې ښپږیزي او یوې څلوریزي سره د لوبي تر پایه ودرېدل.
د افغان الف لوبډلي لپاره تر ټولو ډېري ۱۲۷ منډي ابراهیم ځدران وکړې، چي په دې منډو کي یې ۷ څلوريزي او ۷ شپږیزي ووهلې.
ابراهیم ځدران د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو.
افغان الف لوبډله بنګله دېش ته تللې او د یاد هیواد سره په خپل کور کي د لیست اې او یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.
افغان لوبډلي د لیست اې لوبو لړۍ یو پر صفر وګټل او د یو ورځنیو لوبو د لړۍ اولي دواړي لوبي یې وګټلې.
افغان الف لوبډلي بنګله دېش الف لوبډلي ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي په لسو ویکیټو ماته ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه یو ورځنۍ لوبه د پنج شنبې په ورځ ترسره کیږي.