د بنګلهدېش او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د بنګلهدېش په کوربتوب تېره ورځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ پيل شوه، چې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې بنګلهدېش اسټرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه او په دې سره بنګلهدېشۍ لوبډله وتوانېدله، د لومړي ځل لپاره د شلاوریزه سیالیو په تاریخ کې اسټرالیا ته ماتې ورکړي.
د بنګلهدېش لپاره د یادي تاریخي بریا بشپړ حال
په یاده لوبه کې لومړی بنګلهدېش توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۱۳۲ منډو هدف وټاکی.
د بنګلهدېش لپاره شکیبالحسن ۳۶، محمد نعیم ۳۰، دوروبي ۲۳ او محمدالله ۲۰ منډې وکړې.
د اسټرالیا لپاره جوش هزلوډ ۳، میچل سټارک ۲، ادم زیمپا ۱ او انډري ټای هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
کله چې اسټرالیا کرکټ ملې لوبډله د هدف لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۰۸ منډې وکړې او د ۲۳ منډو په توپیر یې د بنګلهدېش څخه ماتې وخوړه.
د اسټرالیا لپاره میچل مارش ۴۵، میچل سټارک ۱۴ او وېډ ۱۳ منډې جوړې کړې.
د بنګلهدېش لپاره نسوم احمد ۴، محمد اسلام ۲، مصطفیضالرحمن ۲، مهدي حسن ۱ او شکیبالحسن هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
Bangladesh win their first-ever T20I against Australia ✨
Nasum Ahmed's sensational performance of 4/19 helps the hosts clinch a 23-run victory in Dhaka 👏 #BANvAUS | https://t.co/PlxU4Zp9fM pic.twitter.com/Wz97VnSuAW
— ICC (@ICC) August 3, 2021
د بنګلهدېش او اسټرالیا پنځه شل اوریزه لوبې
۱ـ لومړۍ لوبه یې پرون ترسره شوه، چې بنګلهدېش په ۲۳ منډو وګټله.
۲ـ دویمه لوبه نن چهارشنبه مازدیګر ۵ بجې پيلیږي.
۳ـ درېیمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ مازدیګر ۵ بجې پیلیږي.
۴ـ څلورمه لوبه راتلونکې شنبه مازدیګر ۵ بجې پیلیږي.
۵ـ پنځمه لوبه راتلونکې دوشنبه مازدیګر ۵ بجې پیلیږي.