د ای پي ایل سیالیو په لړکې بلخ لوبډلې د کابل لوبډلې پر وړاندې په شل اورونو کې ۲۴۵ منډې هدف ورکړ، چې د نړۍ په کچه شپږم مقام کې راځي.
په دغه هدف کې لومړی مقام د سریلانکا او اسټرالیا ترمنځ د شل اوریزه لوبې دی.
اسټرالیا، سریلانکا ته په ۲۰۱۶ م کال کې په پلیکل لوبغالي کې ۲۶۳ منډې هدف ورکړی و، چې د اسټرالیا یواځې درې لوبغاړي سوځېدلي وو، په هر اورکې ۱۳ اعشاریه ۱۵ منډې جوړې شوې وې.
دوهم هدف په ۲۰۰۷ م کال کې سریلانکا د کینیا پر وړاندې د افریقا په جوهونزبورګ لوبغالي کې اېښی و، چې ۲۶۰ منډې هدف و او سریلانکا ۶ وېکټې له لاسه ورکړې وې. هر اور کې په منځني یا په اوسط ډول ۱۳ منډې شوې وې.
دریم هدف هندوستان د سریلانکا خلاف په ۲۰۱۷ م کال کې په اېنډور لوبغالي کې اېښی و، چې ۲۶۰ منډې و، هندوستان په ۵ وېکټو دا سکور کړي وو. چې هر اور کې په اوسط ډول ۱۳ منډې جوړې شوې وې.
څلورم هدف اسټرالیا د انګلستان پر وړاندې په ۲۰۱۳ م کال کې ایښی و، چې ۲۴۸ منډې و دا لوبه د انګلستان په ساوتمټن لوبغالي کې شوې وه او اسټرالیا د شپږو وېکټو په زیان سره دا منډې کړې وې، چې هر اور کې په اوسط ډول ۱۲ اعشاریه ۴۸ منډې ترسره شوې وې.
پنځم هدف بیا نیوزیلېنډ د اسټرالیا پر وړاندې په ۲۰۱۸ م کال کې د نیوزیلېنډ په اکلېنډ لوبغالي کې ایښی و، چې ۲۴۵ منډې هدف و او په هر اورکې تقریبا ۱۲ منډو ته اړتیا وه، چې اسټرالیا بیا په ۱۹،۵ اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړی و.
او بلاخره تر اوسه وروستی یعنې شپږم هدف بیا د بلخ لوبډلې له خوا په ۲۰۱۸ م کال کې د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د کابل لوبډلې پر وړاندې په شارجه لوبغالي کې کېښودل شو، چې کرېس ګېل پکې ۸۰ منډې، دروېش رسولي پنځوس منډې، دېلشن منوېرا ۴۶ منډې او محمدنبي عیسی خېل بیا ۳۷ منډې وکړې.
چې هر اورکې ۱۲ اعشاریه ۲۵ منډې جوړې شوې وې.
په ۲۰۱۸ کال کې د بلخ لوبډلې هدف دریم ستر هدف دی، چې د اسټرالیا او نیوزیلېنډ څخه وروسته یې جوړوي.
۲۴۵ منډې هدف د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې لومړی ستر هدف دی، تر دې وړاندې ستر هدف د پکتیا لوبډلې (۲۱۸) و، چې کابل لوبډلې بیا ترې چېس کړی و. دا د ای پي ایل لومړۍ لوبه وه، چې پکتیا پکې ۲۱۹ منډې هدف کابل ته ورکړی و، لاوري ایوانس بیا د کابل لپاره ۷۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او ټارګېټ کابل لوبډلې پوره هم کړای شو.