د ګلبهار افغانستان شل اوریزه لیګ سیالیو په لړ کې کابل ځوانانو لوبډلې کندهار نایټس لوبډلې ته د دوو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ لیکي؛ د لوبې پچه د کندهار نایټس لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او د توپوهنې بلنه یی کابل لوبډلې ته ورکړه، کابل په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.
د کابل له لوري ایوانس ۵۷ ناسوځیدلې، جاوید احمدي ۳۹ او شاهدالله ۳۳ منډې ترسره کړې او د کندهار لپاره سید شیرزاد ۳، کریم جنت ۲ او محمد نوید یوه ویکټ واخېسته.
د کندهار توپوهونکو د لوبې تر پایه ډیره هڅه وکړه چی هدف ته ځان ورسوي خو د کابل لوبډلې توپوهونکو یی مخه ونیوله او کندهار لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۱ منډې برابرې کړې.
د کندهار په ګټه لوبډلمشر اصغر افغان ۵۲، ویسلس ۴۶ او ناصر جمال ۳۸ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د کابل په ګټه شاهدالله، پیرنیل او مسلم موسی دوه دوه لوبغاړي وسځول.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه لوبغاړي جایزه شاهد الله کمال ته ورکړل شوه
بل پلو؛
د ګلبهار افغانستان شل اوریزه غوره لیګ په نهمه لوبه کې ننګرهار لیپرډز د بلخ لیجنډزڅخه د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ومنله.
د لوبې پچه د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشر بین ګټینګ وګټله او د توپوهنې بلنه یی سیالې لوبډلې ته ورکړه.
بلخ لیجنډز په ټولو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یی د ۱۴۴ منډو هدف ورپه ګوته کړ.
بلخ ته ډیسکیټ ۳۵، مونرو ۳۳، محمد نبي ۲۰ او ګریس ګیل هم شل منډې ترسره کړې.
په توپ اچونه کې د ننګرهار له لوري میک لینغن او مجیب دوه- دوه لوبغاړي وسځول.
لوبه د دواړو لوبډلو له لوري ډیره په زړه پورې وه خو په پایله کې د بلخ لوبډلې وشوه کړای چی خپل سیال ننګرهار له ماتې سره مخ کړي.
د ننګرهار په ګټه دیوسیچ ۴۸ او حشمت الله شهیدي ۲۳ منډې جوړې کړې.
د بلخ له لوري میرویس اشرف څلور، ګلبدین نایب او افتاب عالم دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ په وینا؛ ددې لوبې غوره لوبغاړي جایزه میرویس اشرف ته ورکړل شوه نوموړي پدې لوبه کې په څلورو اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او څلور مهم لوبغاړي سوځول.
سبا په شارجې کرکټ نړیوال لوبغالي کې پکتیا د کندهار او کابل به د ننګرهار پروړاندې د لوبو ډګر ته ووځي.