ژباړه: عطا محمد میاخېل
طلاق کولای شي، د ډېرو دلیلونو له امله رامنځته شي او هره جوړه له بلې جوړې سره توپیر لري. په ډېری مواردو کې د جدایۍ په لور د ګډ ژوند د اړیکې بیول، تر یوه بریده د دواړو لوریو نیمګړتیا ده.
هم تاسو او هم د ژوند شریک مو، ښایي په یوه اندازه تېروتنې وکړئ، چې اړیکه د جدایۍ لور ته بوځي، خو کله وخت یو له دواړو لوریو څخه، د بل په پرتله اړیکې ته ډېر زیات زیان رسوي، چې حتا کېدای شي، په خپله هم ونه پوهېږي. ښځینه او نارینه په توپیري تګلارو سره، ګډ ژوند ته زیان اړوي او که څه هم هره اړیکه په فرد پورې منحصره ده، خو ځینې ناسم چلندونه په ښځینه او نارینه و کې ډېر زیات لیدل کېږي.
په ښځینه و کې، ډېرې دودیزې تېروتنې شتون لري، چې کولای شي له خاوند څخه د لرې کېدو، د اړیکې کیفیت ته د زیان رسولو او په پای کې د جدایۍ سبب شي.
د دې لپاره، چې د خپل ګډ ژوند اړیکه سالمه او خوشاله وساتئ، نو مهمه ده، چې له دې ناسم چلندونو څخه خبر واوسئ.
رټنه او سپکاوی
ځینې مېرمنې عادت لري، چې تل خپل خاوند ورټي، په تصمیمونو باندې یې نیوکه وکړي او داسې چلند وکړي، چې هغه د ځان په اړه بد احساس پیدا کړي او خپل ځان کمزوری وویني.
دا چلندونه د نارینه په ځان باندې باور ته ډېر زیات زیان رسوي او د هغه د غوسې او ژور خپګان سبب ګرځي. په ځان باندې د باور کمزورتیا، په یوه معیوب دوران باندې بدلېږي؛ نارینه په ځان باندې د نه باور له امله، ډېرې زیاتې تېروتنې کوي او ښځه هم په هغه باندې له بریده زیاتې نیوکې کوي او دا دوران لاپسې دوام پیدا کوي. نارینه په با خبره یا نا خبره توګه له ښځې څخه واټن اخلي، ترڅو له خپل ځان څخه یې دفاع کړې وي.
په خپل ځان باندې د باور مسئله، په ځانګړې توګه د نارینه و لپاره ډېره مهمه او جدي موضوع ده، که په خپل خاوند باندې د هغه د کار او مسلک، په کورنیو چارو کې د هغه د مرستو او همکاریو او دغه راز له ماشومانو سره د هغه د چلند په اړه، تل نیوکه وکړئ، ښایي هغه د خپلو هڅو په کمولو سره غبرګون ښکاره کړي، ځکه داسې احساس کوي، چې هېڅ یوه هڅه یې کافي او ګټوره نه ده.
خلک هڅونې او تائید ته اړتیا لري، ترڅو په دې باندې وپوهېږي، چې د خپلې کورنۍ لپاره ګټور دي او په دې ترتیب د درنښت وړ ګرځي. د یوه نارینه وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راوستل او د هغه احساس کمزوري کول، چې د ځان او د خپلې مېرمنې په اړه یې لري، هغه ته ډېر زیات زیان رسوي، البته سپارښتنه نه کوو، چې جوړونکې او سمه نیوکه مه کوئ، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې د دې نیوکې برید تر کومه ځایه دی او د کومې تګلارې په مرسته باید وړاندې شي. یوه شور ماشوري او تل نیوکه کوونکې ښځه د هېڅ نارینه لپاره جذابیت نه لري.
تل ماشومانو ته لومړیتوب ورکول
ماشومانو ته رسېدل او د هغوی چارې سمبالول مهم دي او د میندو لپاره دا پیاوړی او ځواکمن احساس په طبیعي توګه شتون لري، چې په ښه توګه په خپلو اولادونو باندې پام وکړي او هغوی ته په هر چا او بل هرڅیز ترجیح ورکړي. تاسو د یوې مور په توګه ټاکل شوې نه ده، چې خپل اولادونه نا لیدلي ونیسئ، خو د یوه نارینه لپاره، د داسې یوې ښځې لرل، چې ټول پام او تمرکز یې اولادونو ته وي، کولای شي، ډېره ستړې کوونکې او ځوورونکې وي او د مېرمنې او خاوند ترمنځ واټن رامنځته کړي.
که د ژوند شریک مو ستاسو د لومړیتوبونو په لېست کې هېڅ ځای نه لري، هغه مینه، چې باید د مور او پلار ترمنځ وي، ترڅو ماشومان هم له هغې څخه ګټه پورته کړي، له منځه به لاړه شي، که تاسو هرڅومره په خپل منځ کې ژوره او صمیمي اړیکه ولرئ او له یو بل سره همغږي واوسئ، نو د خپلو ماشومانو په روزنه کې به بریالي وئ.
له شک پرته ماشومان مهم دي، خو دا اجازه مه ورکوئ، چې د هغوی غوښتنې او اړتیاوې، تل ستاسو د ګډ ژوند په اړتیاوو باندې غوره والی ولري.
ځورونکي بحثونه او لانجې
د نظر اختلاف طبیعي دی او په هره اړیکه کې شتون لري او نه شو کولای، چې ترې وتښتو، خو دا چې څنګه یې پرمخ وړئ او کنټرولوئ یې، ډېر زیات مهم دی او د اړیکې په کیفیت کې مو ډېر زیات توپیر رامنځته کوي.
البته په ناسمه بڼه بحث کول، هغه تېروتنه ده، چې هم نارینه او هم ښځینه کولای شي، چې وې کړي، خو داسې ښکاري، چې دا هغه ناسم چلند دی، چې د نارینه و په پرتله ښځینه یې ډېر کوي. د بحث او لانجې یوه تر ټولو بده لاره داده، چې هڅه وکړئ په هم مهالې توګه څو موضوع ګانې مطرح کړئ.
ځینې کسان پر ځای د دې، چې په یوه وخت کې یوازې له یوې مسئلې څخه یادونه وکړي، د یوه فرصت په توګه د مقابل لوري له ټولو کمزورو ټکو او نیمګړتیاوو څخه ګټه اخلي. هغوی د مقابل لوري ټولې تېرې تېروتنې بېرته را ژوندۍ کوي او د څووم ځل لپاره تجزیه، تحلیل او رټنه کوي.
دا ټول چلندونه نا عادلانه دي او د موضوع د حل او دغه راز د لانجې د له منځه تګ سبب به نه شي. دا ډول چلندونه کولای شي، چې د موضوع د څنګلوري کېدو سبب شي، د مقابل لوري شخصیت ته سپکاوی وشي او هغه د بې دفاعۍ احساس وکړي، تاسو باید خپله ټوله هڅه وکړئ، ترڅو په درنښت او ډېرې هوښیارۍ سره، یوازې په یوې موضوع باندې تمرکز وکړئ او موخه مو د ستونزې حل وي، نه د تېرو حسابونو تصفیه کول او د خپل ژوند د شریک ځورول.
له والدینو سره په اړیکه کې د برید نه ټاکل
دا تېروتنه هم په ښځو او هم په نارینه و پورې تړاو لري، خو داسې ښکاري، چې نارینه له دې امله ډېر شکایت لري، ستونزه له هغه ځایه را ولاړېږي، چې د خپل مور او پلار او دغه راز د خپلو اولادونو ترمنځ، چې ستر شوي او اوس خپله مور او پلار دي، هېڅ برید شتون نه لري، د بېلګې په توګه: په تصمیم نیونه کې مداخله کول، بېځایه سپارښتنې او په مرسته باندې ټینګار کول، کله چې د مرستې غوښتنه هم نه ده شوې.
د ډېری نارینه و لپاره ځورونکې ده، چې مېرمن یې تل د ستونزې د حل او یا مشورې اخیستلو لپاره، خپلې کورنۍ ته ورځي، تاسو د یوې ښځې او د ژوند یوه شریک په توګه، باید وکولای شئ، چې له خپلو والدینو سره د اړیکې برید مشخص کړئ او تل دې اصولو ته پابند پاتې شئ.
څه نارینه او څه ښځینه، باید دا په یاد ولري، چې بد او ناسم چلندونه کولای شي، د جوړو ترمنځ واټن رامنځته کړي، د ګډ ژوند اړیکې ته زیان ورسوي او طلاق نږدې او لاپسې نږدې کړي.