ژباړه: شپنه سلګۍ
په روژه کې د خولې بوی زيات وي، ځکه چې د وجود مايعات کم وي، خوله وچه وي او په خوله کې لاړې کمې وي، اکثره خلکو ته د خپل ځان معلومات نه کېږي، چې له خولې يې بوی ځي او که نه خو هغه کسان چې ورسره سر وکار لري، هغوی يې حس کوي، ممکن هغوی يې د نزاکت او شرم له وجې څه ورته ونه وايي.
د خولې د بدبويي لاملونه
۱ــ بېلابېلې بکترياوې، چينجن غاښونه، د اورۍ او ستوني تکليفونه، د مايعاتو کمی، د هوږې، ګندنې، خامو پيازو، چکني او اچارو خوراک، د معدې د ځینو ناروغیو لکه د معدې السر او هیلیکو باکتیریا له امله هم د انسان خوله بوی کوي او داسې نور…
۲ــ کله چې خوراک وکړو، د غاښونو په منځ کې د خوړو پاتې شوني هم بدبويي رامنځته کوي، هغه پاتې شوني خوړو سره بکترياوې وده کوي، چې پای کې هم د خولې بدبويي رامنځته کېږي او هم مو غاښونه نور هم پسې چينجن کېږي.
۳ــ له دې پرته د ټانسلونو په ستوني کې د زياتي غوښې له امله هم بدبويي رامنځته کېږي.
۴ــ په روژه کې کوښښ پکار دی، چې زيات مايعات واخلئ، ځکه د مايعاتو کمی مو د خولې بدبويي زياتوي، که د ورځې کريم او برس نشئ کارولئ مسواک کارول جايز دي، د شپې له ويده کېدو وړاندې او همداسې د پېشنمي پر وخت ارو مرو خوله برس کوئ، هڅه وکړئ چې د غاښونو سربېره مو پر ژبه هم برس او کريم ووهئ.
۵ـ د سګرټو، نصوارو او نورو نشهيي توکو له استعمال څخه هم د خولې بدبويي پيدا کېږي دا چې د نشهيي توکو نور زيانونه څه دي، پر دې ډېرې خبرې کېدای شي، خو اوس به يې دومره يادونه وکړو، چې د زړه، سږو، سرطان او تنفسي سیستم اکثره ناروغۍ د همدې له امله رامنځته کېږي.
څنګه وپوهېږو چې له خوله مو بدبوی کوي که نه؟
که مو په خوله کې لاړې ټينګې او کمې وې، خوله مو وچېدله، د ژبې پر سر مو سپن رنګې طبقه وه او يا مو نشهيي توکي کارول، نو پوه شئ چې خوله مو بد بويي لري.
درملنه
۱ــ غاښونه مو هر وخت برس يا مسواک کړئ.
۲ــ د ستوني يا تنفسي ناروغيو پر وخت له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
۳ـــ که مو غاښونه تور او چينجن وو، ډک او پاک يې کړئ.
۴ــ د شپې زيات خوراک مه کوئ.
۵ـــ مايعات زيات اخلئ.
۶ــ نشهيي توکي مه کاروئ.
۷ــ هر وخت کوښښ وکړئ چې د غاښونو د پريمينځلو ځانګړي لوشن غرغره کړئ، له دې سره به مو هم غاښونه پاک وي، هم به مو ستونی نه میکروبي کېږي او هم به مو خوله بوی نه کوي، که نور نه وي، هايدورجن پيروکسايد له مناسبه اندازه اوبو سره ګډوئ او بيا يې په خوله غړوئ.
۸ــ د ژاولو ژوول مو هم د خولې بوی ورکوي، هم مو غاښونه پاکوي او هم مو هاضمه جوړوي.
۹ــ د نعنا يا پودينه ژوول او خوړل هم د خولې بوی ورکوي او هم هاضمه جوړوي، اکثره د غاښونو په کريمونو کې له پودينې څخه ګټه اخيستل کېږي.
۱۰ــ د لونګو او ايل ژوول مو هم د خولې بدبويي ورکوي او هم د هاضمې په جوړولو کې مرسته کوي.
۱۱ـــ ويټامين سي لرونکي خواړه لکه مالټه، ليمو او نور… مو هم خوله لمده ساتي او هم مو د خولې بوی ورکوي.
۱۳ــ ګشنيز يا دڼيه هم د غاښونو بدبويي ورکوي، ګشنيز اورۍ روغې ساتي او د غاښونو له توريدو مخنيوی کوي، د يوناني طب له مخې ګشنيز په طبي بوټو کې حسابېږي، وچ او سوړ طبېعت لري، همدا رنګه د ميندو شيدې هم زياتوي، له دې پرته د غاښونو د درد د ارامولو لپاره دګشنیزو تخم يا دانې ژوول ګټه کوي.
۱۲ـــ په روژه کې مو که خولې بوی کاوه، له پيشمي وروسته مو ارو مرو غاښونه او ژبه برس کړئ، کوښښ وکړئ چې د ښه کيفيت کريم استعمال کړئ. کوچنۍ ټوټه ادرک يا زنجبيل وژويئ يو څو شېبې يې اوبه په خوله کې پرېږدئ، له دې وروسته بيا خوراک مه کوئ.