څنګه په خوب کې د خرېدو مخنیوی وکړو؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ترسره شويو څېړنو پر بنسټ، د انګلستان کابو ۲۰ ميليونه وګړي د شپې له خوا د خوب پر مهال خرېږي او د دغو وګړو ترڅنګ د هغوی د ګډ ژوند ملګري هم د دوی له دغې ستونزې څخه کړېږي.

د خوب پر مهال د خرېدو غږ یو ځورونکی غږ دی او د شپې له خوا انسان او د انسان د شاوخوا خلک ارامه خوب ته نه پرېږدي خو دا ستونزه دومره د اندېښنې وړ نه ده او د له منځه وړلو لپاره یې ځينې لارې چارې شته. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته دا لارې چارې در په ګوته کړو. د لیکنې تر پایه له موږ سره و اوسئ!

د شپې له خوا د خوب پر مهال خرېدل نه یوازې دا چې خپله خرېدونکی له ستونزو سره مخ کوي د هغه د شاوخوا کسان په ځانګړي ډول د هغه د ژوند ملګری/ې (مېړه/ ښځه) هم له ستونزو سره مخ کوي او ارام خوب یې له منځه وړي.

د دغې ناروغۍ یا ستونزې د له منځه وړلو لپاره يوه متخصص ځينې لارښوونې کړې دي چې په مراعتولو سره یې کولای شو ډېر ژر خپله دغه ستونزه له منځه يوسو.

دغه متخصص جوی ریچارډ نومېږي، نوموړی وايي چې د شپې له خوا د خوب پر مهال خرېدل هر انسان ته پېښېدلای شي. د خوب پر مهال خرېدل د انسان د خوړو رژیم، د خوب څرنګوالي او د خولې یا پوزې له لارې د خرېدو لارې پورې تړاو لري.

ریچارډ د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره څلور ټکي ښودلي دي چې غواړو د لیکنې په دې برخه کې ترې یادونه وکړو:

لومړی: بالښت

جوی ريچارډ وايي چې خلک داسې ګمان کوي چې د بالښت څرنګوالی اغېز نه لري او د خوب پر مهال خپل بالښت ته هېڅ ډول ارزښت نه ورکوي، خو د دوی دا ګمان ناسم دی، د خوب پر مهال د سر بالښت د اېښودلو څرنګوالی اړین دی او د خرېدو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. نو هغه کسان چې غواړي د خوب پر مهال و نه خرېږي، باید په داسې بالښت سر کېږدي چې ډېر لوړ نه وي او هوسا وي. په معمولي ډول اومېندوارې ښځې د خوب پر مهال له دې ډول بالښتونو نه ګټه اخلي له همدې امله هغوی د خوب پر مهال خور او پوف نه کوي.

دویم: څملاستل

ډېری هغه خلک چې د شپې له خوا د خوب پر مهال خرېږي، هغوی پر شا ویدېږي داسې چې خوله او پوزه یې د چت خوا ته وي له همدې امله د خوب پر مهال د هغوی پوزه او خوله لړزېږي او د ساه اخيستلو پر مهال د خرېدو لامل کېږي نو د خوب پر مهال انسانان باید په ښي اړخ څملي تر څو د خوب پر مهال و نه خرېږي.

درېیم: د ټېنس توپ

د نوموړي متخصص درېيمه حللاره د ټېنس توپ نومېږي هغه له خپلو ناروغانو څخه غوښتي چې د خوب پر مهال خپلې ډډې ته د ټېنس توپ او يا يو کلک څیز کېږدي تر څو چې د خوب پر مهال غواړي پر شا څملي ونه شي کولای چې په بل اړخ واوړي او همداسې پر یوه اړخ پاتې شي لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه چې پر شا څملاستل د خوب پر مهال د خرېدو يو اصلي لامل دی.

نوموړي متخصص وويل چې ډېرو ناروغانو ته یې همدا لاره ښودلې ده او وروسته تر دې چې هغوی یې په لارښونې عمل کړی دی د خوب پر مهال د خرېدلو ستونزه یې هواره شوې ده.

څلورم: د خوږو خوړو او لبنياتو خوړل

تر خوب وړاندې د خوږو خوړو او لبنياتو خوړل لکه بوره، کافيين او پنیر د خوب پر مهال د خرېدو لامل کېږي. هغه وويل، څېړنې دا ښيي چې تر خوب وړاندې د خوږو خوړو او لبنياتو خوړل د خوب پر مهال د خرېدو د ډېروالي لامل کېږي همدارنګه تر خوب وړاندې د چای څښل هم د خوب پر مهال د خرېدو لامل کېدلای شي.

په پای کې باید یادونه وکړو چې د شپې له خوا د خوب پر مهال د خور او پوف د مخنيوي لپاره کولای شو له سټريپ (هغه وسیله چې پوزه خلاصوي) څخه ګټه واخلو. دا وسیله په درملتونونو کې په اسانۍ سره ترلاسه کولای شو چې د خوب پر مهال د پوزې سوري خلاصوي او د پوزې له لارې د هوا جريان ډېروي. باید یادونه وکړو چې د خوب پر مهال کېدای شي په پوره توګه د خرېدو درملنه ونه کړي، خو بیا هم کولای شي د خرېدو کچه ښکته راولي او د ارام خوب لامل شي.