
ژباړه: بشر دروېش
بد مېړونه کومې ځانګړنې لري؟ ښه او بد مېړونه څنګه بېلولی شئ؟
دا او دې ته ورته نور ځوابونه به په دې لیکنه کې ولولئ:
– بد مېړونه په عام ډول دروغجن دي. دوی خپل خپلو مېرمنو او اولادونو ته هم دروغ وایي او هڅه کوي، چې غلط یې کړي. ښځینه باید داسې خلک تر واده مخکې وپېژني او ورسره د ګډ ژوند په اړه له ډېر دقت څخه کار واخلي.
– د بدو مېړونو په خبرو کې توهین، تحقیر، ځورول او د مېرمنو د کوچني ښودلو هڅه زیاته کیږي. بد مېړونه له دې ځانګړنې هم پېژندل کیږي.
– د بدو مېړونو یوه بله ځانګړنه دا ده، چې دوی له نورو ښځو سره د اړیکو عادي فرصت هم له لاسه نه ورکوي. په مړي ـ ژوندي او نورو مناسبتونو کې همدا چې یوه ښځه وګوري، پسې ځان اچوي او له هرې لارې ورسره د خبرو، اړیکې او ځان نیږدې کولو هڅه کوي.
ـ د بدو مېړونو په ځانګړنو کې دا هم ده، چې بې اعتباره وي. یانې خپلو مېرمنو ته په داسې سترګه ګوري، چې ممکن پوره وفاداري ورسره ونه لري. دوی خپلې مېرمنې په پرله پسې ډول کنټرولوي، چې دا د دوی بد نیتي او بې باوري څرګندوي.
-د بدو مېړونو یو بل خاصیت د دوی تنبلي او لټي ده. تنبل مېړونه په بشپړه توګه پرښځو تکیه کوي. د لټو مېړونو انتخاب مېرمنو ته لوی سرخوږی دی. ښه ده چې دوی یې د نه لرلو لپاره کوشش وکړي.
ـ یکنواخته او بې تحرکه ژوند کول هم د ښو مېړونو خاصیت نه دی. بد مېړونه یکنواخته دي، هم په خپلو اړیکو کې یو ډول مخته ځي او هم یې د ژوند چارې یکنواخته دي.
ـ بد مېړونه خپلې مېرمنې توهینوي، ګواښي او داسې چلند ورسره کوي، چې نه وي په کار.
ـ د بدو مېړونو یو بل لوی خصوصیت خپلسري او انحصاري کارونه دي. دوی په چارو کې د خپلې مېرمنې نظر نه پوښتي.
ـ یو بل عادت د بدو مېړونو دا دی، چې مخفي کاري زیاته کوي. له خپلو زیاتو چارو خپله مېرمنه نه خبروي.
ـ د بدو مېړونو یو بل خاصیت پرمېرمنې د خپلې غوښتنې تحمیلول دي. دوی مېرمنه نه پوښتي، چې څه غواړي، څه نه غواړي، له کوم کار سره موافق دي او له کوم سره مخالفت لري.